اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) وړومبې مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې مېرمنې بااختيار كولو او خاص كسان د تعليم او هنر د لارې د ټولنې ګټور وګړي جوړل كېدے شي، د برېسټ كېنسر په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره بايد د ټولنې ټولې طبقې خپل كردار ترسره كړي، د خېر ښېګړې په چارو او د برېسټ كېنسر په اړه په خبرتيا پېدا كولو كښې د فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن كردار مهم دے. هغې دا خبرې د خالي په ورځ د فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن د كلن چېرېټي بازار پرانستې په موقع په خپلو خبرو كښې وكړې. د اېسوسي اېشن پېټرن انچيف مهرين قريشي د وړومبې مېرمن هركلې وكړو. په چېرېټي بازار كښې بېلا بېلو سفارتخانو او هائي كميشنز خپل سټالونه لګولي دي. د خارجه وزارت افسران او د مېډيا نه علاوه په لويه شمېره وګړي هم په دې موقع موجود وو. وړومبې مېرمن د بازار پرانسته وكړه او بيا ئې د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د لګول شويو سټالونو دوره وكړه. په دې موقع سېنېټر وليد اقبال او د سېنېټر فېصل جاوېد خان پشمول نامتو سماجي شخصيات هم موجود وو. په خپله وېنا كښې وړومبې مېرمن د اېسوسي اېشن د خېر ښېګړې د چارو ستائنه وكړه او وې وئيل چې اېسوسي اېشن د خېر ښېګړې په چارو كښې مهم كردار ترسره كوي. هغې ووئيل چې پ چېرېټي بازار كښې په مرسته كولو ټولې سفارتخانې، سفارتي مشنز او بېلا بېل تنظيمونه د مباركې حقدار دي.
متعلقہ مضامین
-
PM to visit Nowshera to launch olive plantation campaign
-
IG Punjab aims to transform police
-
People in fifties to be registered for vaccination next week: Asad
-
200 acres area burnt to ashes with dozens of cattle died in Lashari Walla jungle fire
-
School building turned into cattle shed
-
Mandviwalla’s indictment in Kidney Hills reference deferred till April 8
-
Islamabad police introduce “E-Police Desk” for registration of complaints
-
Pakistan receives first shipment of Russian Vaccine Sputnik
-
NAB summons Maryam in Raiwind land case on March 26
-
Nutrition Awareness Seminar held at UO
-
Parliamentary Committee on Electoral Reforms to be notified after finalization of Senate parliamentary party leaders’ list: Speaker
-
NAB summons PSMA chief on 25th in sugar scandal