اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) داطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي کرکټ زمونږ د کلتور برخه ګرځېدلې، پاکستان ته د کرکټ د نړیوالې لوبډلې راتګ کورني کرکټ او پاكستاني اولس لپاره د مثبت فعاليت سبب جوړ شوے دے۔ د برطانيې كركټ لوبډلې په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل دا خبره د درناوي ده چې د كال 2005ﺀ نه پس په اولني ځل ټېسټ سيريز لپاره انګلش لوبډله پاكستان ته راغلې ده۔ دې ووئيل ډومېسټك كركټ لپاره ضروري ده چې نړيوالې لوبډلې پاكستان ته راځي۔ دې ووئيل ټېسټ سېريز د كركټ اصل روح دے٬ په كركټ سياست نه كېږي ٬ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه په پاكستان كښې د ټېسټ سيريز كولو لپاره د برطانوي هائي كمېشنر ٬ د پاكستان حكومت او وزيراعظم كردار د يادونې وړ دے۔ دې د انګلېنډ لوبډلې د پاكستان دورې په كولو اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل دې دورې سره په ځوانانو كښې مثبت فعاليت ليدلې شي۔ دې ووئيل د فیفا ورلډ کپ مېچونه هم روان دي، پاکستاني زلمي په مثبتو فعاليتونو كښې بوخت دي۔ دې ووئيل وزيراعظم ډیپارټمنټل سپورټس هم پېل كړې دې كوم چې يو غوره ګام دے۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل په پاكستان كښې د نړيوال ټېسټ سيريز بحالي او د انګلېنډ كركټ لوبډلې راتګ به د پاكستان په ځوانانو او كورني كركټ اوږد مهاله مثبت اثرات ولري۔ دې ووئیل چې دې ټېسټ سيريز سره به د نورو نړيوالو لوبډلو هم په پاكستان كښې په كركټ كولو باور زيات شي۔ دې ووئيل کرکټ زمونږ د کلتور برخه ګرځیدلې ده٬ د پاكستان هر وګړې په كركټ كښې خوښي لري۔ دې ووئيل پاكستان او انګلېنډ غوره لوبډلې لري كومو چې اوسني ټي ټونټي ورلډ كپ كښې فائنل وكړو۔ دې ووئيل كركټ يوه ښكلې لوبه ده ٬ څوك چې غوره لوبه وړاندې كړي هغه ګټه ترلاسه كوي٬ او هم دا جذبه بايد ولرلې شي۔ دې دواړو لوبډلو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل ټېسټ سیریز به پاكستاني اولس لپاره د بشپړه تفريح موقعه ثابت شي۔
متعلقہ مضامین
-
TLP protestors stage sit-in in Wazirabad
-
Taliban mark COP26 with call for green projects to resume
-
Rs 22bn soft loans disbursed under Kamyab Jawan Programme
-
China, Afghanistan launch ‘Pine Nut Air Corridor’
-
23 killed as coach plunges into Rawalakot ravine
-
18 candidates interviewed for DG CAA post : Senate told
-
NA speaker, deputy felicitate Hindu community on Diwali
-
Child Protection Bureau chief lays foundation stone for CPU in Kasur
-
Let’s fight breast cancer thru awareness: Samina Alvi
-
Alvi for paradigm shift in engineering disciplines
-
Country’s progress on rise: Tarin
-
Orphan Care Camp examines 300 children