اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان او قازقستان ترمينځه ملګرتيا ورځ په ورځ زياتېږي او د حكومتونو ترمينځه شريك كمېشن 11مه غونډه كاميابېدل د قوي اړيكو ښكاره ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قازقستان نائب وزيراعظم سيرك ژومنګرين په مشرۍ كښې د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د قازقستان پلاوې د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې د حكومتونو ترمينځه د شريك كمېشن 11مې غونډه كښې د ګډون لپاره د پاكستان په سركاري دوره دے۔وزيراعظم شهباز شريف د قازقستان پلاوي هركلې كولو سره دا خبره وستائېله چې د هوابازۍ٬سرمايه كارۍ ااو بينكنګ مرستې د مفاهمت په يادښتونو د لاس ليك څخه به د دواړو هېوادونو ترمينحه نه يواځې تجارتي او اقتصادي اړيكې زياتې شي بلكې د اولس ترمينځه به رابطو ته هم وده ترلاسه شي۔وزيراعظم د آئي جے سي 11مې غونډې په مهال شوې پريكړه وستائېله او د شريك بزنس كونسل په كولو يې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔د قازقستان نائب وزيراعظم د پلاوي په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطې به سباؤن كښې لا قوي شي٬وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان او قازقستان ترمينځه ملګرتيا ورځ په ورځ زياتېږي او د آئي جے سي كاميابي د دې خبرې ښكاره ثبوت دے
متعلقہ مضامین
-
Motorbike rider kills Police constable in Fateh Jang
-
Sindh fixes Rs250 per kg sugarcane to support price
-
Pakistan hands over 2.2 tons of relief goods to Afghanistan
-
Govt hikes price of petrol to Rs8.03 per litre
-
Dengue fever kills six more people in Punjab, toll rises to 59 this year
-
Opp getting untied on one-point agenda
-
Dry weather likely in most parts of country
-
Rs314.5m released for Waziristan, Khyber affected people
-
CTD detains gangster in Karachi raid
-
Govt’s top focus is infrastructure projects: Qureshi
-
14-member Balochistan cabinet takes oath
-
Two arrested after girl’s body found dumped in Metro station washroom