اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سګريټ قاچاق او د ټېكس غلا د سمدستي مخ نيوي په حاجت زور راوړولو سره فېډرل بورډ آف ريونيو ته سپارښتنه كړې چې د روان مالي كال په مهال د ټېكس اهداف سر كول باوري كړئ ٬د ټېكس غله دې قانون سره مخ كړے شي او د جديد ټېكنالوجي استعمال او ښه انفورسټمنټ سره دې د ټېكس وصولي نظام ښه كړے شي۔ده د شورو په ورځ په هېواد كښې د تمباكو غېر قانوني وړلو راوړلو او د ټېكس غلا خاتمې لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد او اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې غونډې ته ووئيل شول د وزيراعظم په سپارښتنه د سګريټ په ځينې كارخانو كښې ټريك اينډ ټريس سسټم لګولے شوے چې په ننتيجه كښې يې د تمباكو په څانګه كښې د ټيكس وصولۍ كښې ښه والے راغلے۔غونډې ته ووئيل شول د جولائي نه تر ستمبر په دې سيكټر كښې 83.5 اربه روپۍ ټيكس وصول شوے۔په دې موقع وزيراعظم سپارښتنه وكړه د ټېكس غله قانون سره مخ كړئ او د جديدې ټېكنالوجي استعمال او ښه انفورسټمنټ سره د ټېكس وصولي نظام لاښه كړئ
متعلقہ مضامین
-
Sindh fixes Rs250 per kg sugarcane to support price
-
1,634 apartment POLs issued to govt employees
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told
-
Pakistan has largest youth force for development
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
PM chairs meeting on price control; decides to put up entire sugar stock for sale
-
Lack of quorum leads to adjournment of Senate session
-
45 new dengue cases reported in Islamabad
-
Highest ever urea sales in a decade in Pakistan
-
KP minorities’ housing quota enhanced