اسلام آباد27جنوری(اے پی پی)پاكستان د فلسطين په جنين ښار د اسرائيل د بريد سخته غندنه كړې چې پكښې د يوې بوډۍ مېرمن پشمول ګڼ شمېر بې ګناه فلسطينيان شهيدان او 20 ژوبل شوي۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د روانې مياشتې په مهال د سرائيلي جارحيت په نتيجه كښې 30 فلسطينيان شهيدان شوي ۔په بيان كښې وئېلي شوي پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د اسرائيل قابضو ځواكونو د دې كاروائيو مخ نيوے او د فلسطين اولس بشري حقونو مناسب تحفظ باوري كولو كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔وياندې په دې بيان كښې وئېلي دي پاكستان د فلسطيني اولس بنيادي حقونو پشمول د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د هغوي جائز هلو ځلو له د مضبوط او غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي۔بيان له مخې د پاكستان حكومت او اولس د ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او په دې بريد كښې د ژوبل شوو بشپړه او زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوي۔وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو او د او آئي سي اړوندو قراردادونو له مخې د 1967 نه وړاندې پولې او القدس شريف د دې پايه تخت په توګه د عمل وړ او د آزاد فلسطيني رياست لپاره د خپلې غوښتنې تجديد كوي
متعلقہ مضامین
-
‘Tired’ opp needs fresh ‘wrestlers’
-
Army to ensure country’s security against all threats: COAS
-
EVM bill passage to bury evil designs of opposition: FM
-
Taliban demand release of Afghan assets in a letter to US congress
-
Fawad greets working journalists over passage of JPA from Senate
-
Digital Cooperation Organization SG visits COMSATS
-
Pakistan desires to maintain bilateral engagement with Bahrain: COAS
-
‘EVMs to end role of POs in election process by 99%’
-
No pressure from institutions: CJP
-
‘Who is instructing whom, everything will come to light’, says Khaqan
-
Pakistani expatriates protest outside the ECP, demanding the right to vote
-
Pakistani furniture has great potential in Chinese market