اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د صدر مملكت په سوراب بلوچستان كښې اراضي حصول ځپليو ته له څلور كلونو څخه د ادائيګۍ په نه كولو د اېن اېچ اے چارواكو په ضد د پلټنيو امر كولو سره د وفاقي محتسب په ضد د نېشنل هائي وے اتھارټي اپيل مسترد كړے دے۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت د بلوچستان اراضی حصول 23 ځپليو ته له څلورو كلونو څخه د معاوضې په نه ادا كولو د ناراضګۍ څرګندونه وكړه۔ ده د معاوضې په ادا كولو كښې د تاخير ذمه وارو افسرانو او اهلكارو په ضد د پلټنيو امر جاري كولو سره ووئيل نېشنل هائی وے اتھارټی دې د امر ترلاسه كېدو سره په 30 ورځې كښې دننه د تعميل رپورټ وړاندے كړي۔ صدر مملكت ووئيل د نېشنل هائي وے بې غوري ښكاره ده۔ ده ووئيل اتھارټی د 1894 په لېنډ ایکوزېشن اېکټ عمل نه دے كړے۔ د تفصيلاتو له مخې د سوراب بلوچستان 23 وګړو څخه اتھارټی سړك جوړولو له د كركيلې زمكه واخسته٬ د سړك بشپړ كېدو باوجود وګړو ته د زمكې معاوضه ادا نه كړې شوه۔ په دې وګړو اتھارټي ته د معاوضې خواست وكړو خو د دې هېڅ نتيجه رامخې ته نه شوه۔ په ريليف نه ترلاسه كېدو د بلوچستان وګړو وفاقي محتسب ته خواست وكړو۔ وفاقی محتسب د اتھارټی چارواكو په ضد د انكوائرۍ كولو حكم وكړو كوم چې نېشنل هائي وے چېلنج كړو۔ صدر مملکت د نېشنل هائی وے اتھارټی خواست په بشپړه توګه غلط ګرځولو سره مسترد كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Passengers turn PIA plane into a trash can
-
Government plans on dropping new inflation bomb in December: Shehbaz Sharif
-
Commemoration conference on Iqbal starts
-
Pakistan promoting interfaith harmony to ensure world peace
-
ECP issues notice on pleas challenging PHC order against LG polls
-
Family system to strengthen women empowerment: minister
-
PSMA rejects speculations regarding possible sugar shortage in country
-
Truck ran over three school children to death in Bahawalpur
-
No new taxes in upcoming mini-budget, assures Tarin
-
Nigar Johar becomes Pakistan’s first female Colonel Commandant of AMC
-
COVID-19: Pakistan records 7 deaths, 411 new infections in a day
-
Committee addresses 248 cases of expats