اسلام آباد۔05دسمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئېلي دي چې پاكستان عراق سره د اوږدې مودې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په اسلامي ورورولۍ ٬ كلتور او دوه اړخيزه احترام اډانه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د عراق سفير حامد عباس لفته سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې چارو پشمول په فلسطين كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او عراق ترمينځه اړيكې په شريك مذهب٬ ورورولۍ ٬ كلتور او دوه اړخيزه احترام اډانه دي او مونږ يو ډول اقدار لرؤ۔ پاكستان عراق سره د اوږدې مودې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې عراقې اولس يو مېړنے قام دے كوم چې ثابت قدمۍ سره په خپلو مسئلو قابو موندلې۔عراقي سفير حامد عباس لفته ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره د ملګرتيا خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ۔ ده ووئيل اقتصادي او تجارتي رابطو ته به لا وده وركول وي۔ ده په عراق كښې د كار كونكې پاكستاني وګړو خذمات وستائل او هغوي ته يۍ د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو باور وركړو۔د عراق سفير د اسلامي نړۍ يو والي لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د سېنېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Chairman APSUP writes to PM for transparent appointment of HEC chief
-
Over 8.315m people vaccinated in Faisalabad
-
Influential person rapes 18-year-old girl in Gujrat
-
PM urges int’l community to condemn Islamophobic incidents
-
SC seeks details of donor funds received by KP govt for 2005 earthquake
-
US Congresswoman Ilhan Omar arrives in Islamabad
-
Mustafa Nawaz Khokhar refuses to take ministry
-
Govt expedites construction work on Naulong dam in Jhal Magsi
-
Elahi moves ECP to disqualify defectors
-
Bilawal Bhutto to meet Nawaz Sharif today
-
Toshakhana gifts may be retained but can’t be sold: Marriyum
-
Capital’s air quality healthiest since commencement of Ramzan