اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ګروپ لخوا په پاكستاني كلتور د نړيوال فلم جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے٬ د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كلتور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې موقعه وركړي٬ په پاكستان كښې فلم يوازځنې صنعت دے كوم چې ټېكس فري دے۔ دا خبره ده د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير هالی وډ پروډکشن ډله په هېواد كښې د فلم په څانګه كښې روان پېشرفت څخه خبر كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے او باور لرم چې د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كلتور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې كولو موقعه وركړي۔ ده ووئيل د شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ په تېر حكومت كښې فلم پالېسي بحال كړه۔ ده ووئيل په بجټ 23 ۔ 2022 كښې د يو ارب روپو فلم فنانس فنډ جوړ كړے شو۔ ده ووئيل په دغه بجټ كښې فلم جوړونكو ته تر 5 كلونو ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ دغسې نوو سېنما هالونو ٬ پروډکشن هاؤسز او فلم میوزیمز جوړولو له تر 5 كلونو لپاره د انکم ټېکس، د فلم او ډرامې په درآمد كولو د لس كلونو لپاره ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ ده ووئيل د سکرین ټورازم د لارې پاكستان خپله بيانيه نړيوالې كچې ته ورسوله۔ وفاقي وزير هالي وډ پروډکشن ډلې ته د حكومت او خپل اړخه د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په دې موقع هالي ووډ پروډکشن ډلې په كوربتوب كولو د پاكستاني حكومت ٬اولس او د فلمي صنعت ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل مونږ د دې دورې څخه زيات خوند اغستے ٬ د پاكستان ښكلا ٬ عظيمه كلتوري ورثه او اولس مو زيات خوښ شوے۔ دوي ووئيل په پاكستان كښې د فلم سازۍ لوئي صلاحيت موجود دے ٬ مونږ د دې صنعت مخ په وړاندې بوتللو كښې د مرستې كولو عزم لرؤ۔ په پلاوي كښې جېمز ایم سی میلان، اینډریو جیمز فیرو، لیوسا اسکن، سعدیه اشرف، بدر اکرام او مشعل ثاقب شامل وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هالی وډ پروډکشن ګروپ دا مهال په پاكستاني كلتور د نړيوال فلم عكس بندۍ له د پاكستان په دوره راغلے
متعلقہ مضامین
-
وزيراعظم عمران خان سره د وېنچر كېپټيلسټس فنډ منېجرانو پلاوي د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو
-
وزيراعظم عمران خان سره د ريپبلکن سناتور لنډسے ګراهم وليدل
-
د وزيراعظم عمران خان او د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ترمېنِځه ملاقات به د دوه اړخيزه اړيكو د مثبت سمت تعين كوي۔ د ډاكټر فردوس عاشق اعوان
-
پاکستان كابل كښې د ترهګرۍ د بريد غندنه وكړه٬ د حق رسيدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه
-
په شمالي وزيرستان كښې په پاك افغان پوله په ډزو كښې د پاك پوځ 6 ځوانان شهيدان شوي دي۔ آئي اېس پي آر
-
په جهلم كښې د خاص اقتصادي زون جوړولو اراده لرو٬ دلته به د 150 اېكړه ځائ هربل مېډيس فارم جوړولې شي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
-
د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان نجي ټي وي چېنل سره خبرې
-
په اي بلنګ سسټم معرفي كولو مو يو بل لوظ تر سره كړے
-
پاکستان د افریقائي هېوادونو سره اړيكو ښه كولو له عزم لري
-
د برېښنا وېش کوونكو کمپنیو چیف ایګزیکټو آفسرانو ته د پشكال په مهال خپل خپل هیډ کوآرټرز كښې د پاتې كيدو امر
-
حكومت د روغتيا او تعليم څانګو ته خاص پام كوي۔ د وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو رېذيډنټ كوآرډينېټر سره په ملاقات كښې خبرې
-
د وزیر اعظم د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری د تحریك عدم اعتماد په ناکامۍ د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی له مبارکي وركړه