نیو یارك 07 اپریل (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیرې ملیحه لودھی وئيلي چې ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مشن په نړيواله اداره كښې د کشمیریانو غږ دې، پاکستان په اخلاقی او قانونی بنیادونو د مقبوضه جمو او کشمیر اولس کېس په نړيوال فورم كوي۔ کشمیریانو سره د يووالي څرګندونې دستورې ته خپل خطاب کښې ملیحه لودھی ووئيل ما د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل صدر ګستاوو ریډو لوفو ویلسکوټیز له د مقبوضه جمو او کشمیر په خراب صورتحال بریفنګ وركړې۔ دې ګډون كونكو ته ووئيل د سلامتی کونسل صدر ته مې د هند د اړخه په لائن آف کنټرول د جنګ بندۍ زيات شوې خلاف ورزیو په اړه وئيلې دي چې دا خلاف ورزۍ او په کشمیریانو ظلمونه د نړيوال امن او سلامتیا لپاره لوئ خطر دې۔ ملیحه لودھی ووئيل د ملګرو ملتونو ته مې د کشمیریانو د خپلواكۍ حق وركولو ذمه واری یاده كړه او دا مې هم ووئيل چې د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ایجنډا كښې د اوږدې مودې راهسې موجود ده او د کشمیری اولس سره په شوې لوظونو تر اوسه عملدرآمد نه دې شوې۔ دې ووئيل د کشمیر مسئله دا مهال هم ملګرو ملتونو كښې ژوندۍ ده او دا مسئله به تر هغه وخت ملګرو ملتونو كښې ژوندۍ وي تر څو چې دا مسئله کشمیری اولس هيلو ترمخه حل شوې نه وي۔ دې ووئيل هند په کشمیر كښې په بې ګناه وګړو سخت ظلمونه كوي ۔ دې ووئيل د بی جے پی حکومت به د کشمیریانو د آزادۍ تحریك ته زيان رسولو كښې چرې هم بيالې نه شي او تر څو چې د کشمیر مسئله حل شوې نه وي مونږ به د کشمیریانو اخلاقی ، سیاسی او سفارتی حمایت روان ساتو۔
متعلقہ مضامین
-
SBP raises interest rate by 25 basis points to 7.25%
-
Zameen.com organises property sales event
-
Coronavirus claims 81 lives, national positivity ratio shows declining trend: NCOC
-
Pakistan is a secure country for tourism, sports, business activities: COAS
-
Health Minister warns of dengue virus spread, calls for preventive measures
-
Proposed SAARC meeting cancelled after Pakistan objections
-
Police detain former SHO over corruption charges in Karachi
-
PM Imran to give out Kissan Cards in DI Khan today
-
Zardari served summon to appear on Sept 29
-
90 cases of dengue reported in Rawalpindi in last 24 hours
-
Zameen.com organises ‘Business Connect’ in Karachi
-
NAB, Al-Hamd varsity hold anti-corruption seminar