اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل ظفر محمود عباسی د پټارو كيډټ كالج دورہ وكړه او د نوې جوړ شوې اسپورټس کمپلیکس پرانسته ئې وكړه۔ د پټارو كيډټ كالج دا سپورټس کمپلیکس اوسنيو كښې جوړ شوې دې كوم چې د انډور اسپورټس ټولې اسانۍ لري۔ نیول چیف د کالج د نورو اسانيو جاج هم واخست او د کالج د استاذانو او اسټاف سره ئې ملاقات وكړو۔ كالج ته په راتږ د كراچۍ کمانډر رئیر ایډمرل اطهر مختار او د کالج پرنسپل کموډور محبوب الٰهی ملك د ایډمرل ظفر محمود عباسی هركلے وكړو۔کیډټس ته په خپل خطاب کښې نیول چیف د سباؤن د معمارانو د تعلیم و تربیې او کردار جوړولو كښې د پټارو کیډټ کالج كردار وستائلو۔ ده د کالج انفراسټرکچر، اسانيو او تدریسی چاپيرچل ستائنه هم وكړه۔ دې نه پس چیف آف دی نیول اسټاف د ښه کارکردګۍ څرګندونه كونكو كيډټس له انعامات هم وركړل۔دې څخه وړاندې د استقبالیې خطبه كښې د پټارو کیډټ کالج پرنسپل کموډور محبوب د کالج کارکردګۍ په اړه راپور وړاندې كړو او د کیډټس په نصابی او نورو هلو ځلو ئې رڼا واچوله۔ د کیډټ کالج سره تعلق لرونكې شخصیات ، د وسله والو ځوااكونو افسران، ضلعی انتظامیه او د سندھ حکومت اعلٰی چارواكي هم په دې مهال موجود ؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Uzbekistan agree to enhance mutual cooperation in diverse fields
-
Govt’s tough economic decisions yielding positive results: Shehryar
-
Lahore ‘rape victim’ turns out to be con woman
-
Reporters without borders report charge sheet against current govt: Marriyum
-
Image building campaign: Punjab police mulls internship program for students
-
KP PDWP approves continuation of BECS, NCHD centres
-
Pakistan ranked third in Economist’s global normalcy index
-
President confers Nishan-i-Imtiaz (military) on Turkish military commander
-
Blackmailing going on in KP: CJP
-
NARA to issue identity cards to immigrants
-
SC seeks NAB’s progress report on Sindh police recruitment
-
Balochistan threatens to halt water flow from Hub dam if Sindh does not give due share