لاهور 25 اګست (اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې سږ كال به پاكستان رېلوے په هر صورت د خسارې نه ويستلې شي٬ په فرېټ كښې به د 20 اضافه او په اخراجاتو كښې به 15 فيصده كمې كولې شي٬ د فرېټ رېل ګاډو آن لائن كولو سره سره د برېښنا په بلنګ كښې د يو ارب روپې كمې كولو پرېكړه شوې٬ د چكلاله رېلوے سټېشن پشمول به 20 نورې سټېشنې اپ ګرېډ كولې شي٬ په ښاري سيمو كښې به په رېل پلازې جوړولې شي٬ فائيو سټار هوټلې جوړولو لپاره ريلوے سره ځائ موجود دے٬ د مېډيا ادارو ته بلنه وركوم چې په رېلوے سټېشنو خپل ډېجيټل سكرينونه ولګوي٬ د رېلوے په زمكه د 1000 پېټرول پمپونو د ځايونو په ګوته كولو هدايت شوے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ رېلوے په هېډكوارټرز لاهور كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د رېلوے سېكتر او چيئرمېن جاوېد انور او د سي اي او افتاب اكبر پشمول نور افسران هم موجود وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې رېلوے د كرپشن نه پاكولو لپاره سټېنډرډ ګېج ضروري دے۔ ده ووئيل چې په د ستمبر د 15مې نېټې نه به په رېل ګاډو كښې وائي فائي او ټرېكر لګولې شي٬ آن لائن ټكټنګ به ښه كولې شي۔ ده ووئيل چې ټي سي اېس او مال لپاره به پرائيوېټ خلقو ته بلنه وركولې شي۔ وفاقي وزير په پېنډې٬ كنديا٬ ميانوالي او پېنډې لاهور كښې د دوه نويو رېل ګاډو چلولو اعلان وكړو او وې وئيل چې د ګوجر خان نه تر جهلم 56 كلوميټره ټرېك به ښه كولې شي۔ ده ووئيل چې د 10 زره فور ويلرز په سمدستي توګه د نيلام كولو پرېكړه شوې او كېرج فېكټرې ته د 606 كوچز فعاله كولو هدايت شوے۔ ده ووئيل چې خواهش لرو چې د ملازمينو تنخاګانې زياتې شي٬ په رېلوے كښې به 10 زره اپارټمنټس جوړولې او يو ملازم به هم د كور نه محروم پاتې نه شي۔ ده ووئيل چې د رېلوے 4000 اېكړه زمكه بېرته ترلاسه كولو لپاره هدايات جاري كړې شوي دي۔
متعلقہ مضامین
-
Int’l Day for Tolerance to be marked tomorrow
-
Balochistan govt establishes 18 MERCs to facilitate highway users
-
Electoral reforms not PM’s personal but national agenda
-
Allies to support all ordinances and bills: Shibli
-
Inflation, governance real challenges, not opposition: governor
-
SC calls on FIA DG, ETPB chief in evacuee property case
-
Buzdar for promoting tolerance and humanity to curb extremism
-
PDM prepares to move SC against ‘controversial’ bills
-
Fire blazes in multi-storey Victoria shopping centre in Karachi
-
Murad advises PML-N to avoid targeting state institutions
-
25 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
BRT red, yellow, orange line initiated for Karachiites