اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) حكومت دا خبره په ډاګه كړې چې هند سره به د اوبو او ډېمونو جوړولو په معامله د پخوا په ډول نرمه رويه خپلولې نه شي۔ مونږ به سخت دريځ خپلوو۔ د نهې په ورځ سېنېت كښې دپوښتنو دمې په مهال د سناتور آغا شاه زېب دراني د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر بابر اعوان ووئيل هند په نيلم كشن ګنګا بجلي ګھر جوړ كړې ولې د رېټل پن بجلي ګھر جوړول ئې لا پېل كړې نه دي۔ د بجلی ګھر ډیزائن د لوظنامې اړوندو تصريحاتو ترمخه نه دے۔ د بشري حقونو وزيرې ډاکټر شیریں مزاری ووئيل د هند ډله نن خبرو اترو له راروانه ده۔ هند چې كوم بندونه جوړ كړې دي په دې كښې ئې د لوظنامې خلاف ورزي كړې ولې مونږ ډېر وروستو په دې معامله ثالثي عدالت ته تلې يوو۔ دې ووئيل هند سره مو دا معامله په وخت پورته نه كړه۔ دا د تېرو حكومتونو غلطي ده اوس به نرمي خپلولې او رعايت كولې نه شي۔ دې څخه وړاندې د سناتور اعظم سواتي د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر بابر اعوان ووئيل په اوسني وخت كښې څلور نيوكليئر پاور پلانټس قومي ګرډ سره مرسته كوي۔ د كال 2017ء په مهال سی ون څخه 325، سی ټو څخه 325، سی تھری او سی فور څخه 340/340 میګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه۔ ده ووئيل جاج به اخستلې شي چې كومې ذريعې ارازانه برېښنا پېدا كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
500 Global ready to support tech start-ups in Pakistan
-
‘PTI has established a relation of sympathy with people’
-
Air Quality Index: Hazy Lahore remains world’s most polluted city
-
600 shops burnt in Saddar cooperative market fire: Fire brigade
-
PML-N running campaign against judiciary: Fawad
-
IHC takes notice of GB ex-judge’s allegations
-
UMT celebrates International Day on Diversity
-
EVMs to lay foundation of transparent elections: Farrukh
-
Govt forcing smaller parties to attend joint session: Fazl
-
Zardari gets bail in New York property case
-
Anti-dengue walk held
-
Opposition’s tactics against govt failed : Hammad Azhar