اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډاكټر عارف الرحمن علوي د پاكستان ديارلسم اولس مشر په حېث د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو٬ د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې په يوه ساده ولې درنه دستوره كښې د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس ثاقب نثار ډاكټر عارف علوي څخه دده د منصب سوګند واخست۔ دستوره كښې وزيراعظم عمران خان او پخواني اولس مشر ممنون حسېن هم ګډون وكړو۔ په دې مهال د سېنېټ چيئر مېن صادق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشران ٬ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار ٬ د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان ٬ د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په شمول اعلی سول او پوځي چارواكي موجود وو۔ د اولس مشر د سوګند پورته كولو دستوره كښې د سعودي عربستنان د اطلاعاتو وزير عواد بن صالح ٬ د چين خارجه وزير وانګ ژي ٬ غېر ملكي سفيرانو ٬ پارلماني غړو او د بېلو سياسي لارښودو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې ډاكټر عارف الرحمن علوي د روانې مياشتې په 4 مه نېټه اولس مشر ټاكلې شوې وو(
متعلقہ مضامین
-
KP govt trains 1 lac youth in IT sector: Asad Umar
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
MWM denounces police torture on protesting families of missing persons
-
Use of EVMs to ensure transparency in elections: Sheikh Rashid
-
PML-N digging its own political grave
-
‘Mujh Ko Pata Hay’ by Yasir Akhtar premieres on PTV Network
-
UCP students visit Graana.com’s Lahore office
-
Islamabad records 40 dengue cases in a day
-
PM proposes religious festivals for youth’s character building
-
Opposition has required numbers: Shahbaz Sharif
-
Two killed in road accidents
-
Govt notifies transfer, posting of officers