اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د لوك ورثه چارواكي دې د قامي ورثې او د فنون محفوظ كولو لپاره كوټلي اقدامات وكړي٬د فن تحفظ د ځايې كلتور وده او نوې نسل د دې نه خبرول زمونږ ذمه واري ده٬پاكستان يو خاص او ځانګړی كلتور لرونكې هېواد دې چې د ورثې او كلتور تحفظ لپاره يې پھ وفاقي او صوبائي كچه د اقداماتو كولو ضرورت دې۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د لوك ورثه دورې په موقع د بريفنګ په مهال وكړی۔پھ دې موقع د لوك ورثه ډائرېكټر جنرل وفاقي وزير ته د لوك ورثه د بېلا بېلو چارو په اړه بريفنګ وركړو۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د لرې سيمو نه ځايې هنرمندان رابللو سره به په قامي كچه د دوي ډاډګيرنه كول وي۔د لوك ورثه په پليټ فارم دې د ځايې هنرمندانو ترمينځه مقابله وكړې شي او د ځايې هنرمندانو ډاډګيرنه دې وكړې شي۔وفاقي وزير د كلتور قامي ميلې په جوړولو د لوك ورثه د چارواكو هڅې وستائېلې او وې وئېل چې مونږ ته د داسې تهورانو پھ قامي كچه د زياتولو ضرورت دې۔ده ووئيل چې د تهوارونو په نتيجه كښې به د ځايې هنرمندانو ډاډګيرنه وشي او په قامي كچه به دوي نمائندګي ولري۔ده ووئيل چې د لوك ورثه اداره ګټه وره جوړولو لپاره د ماركيټنګ او سيلز څانګه فعاله كول وي۔د دې څخه وړاندې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير د ميوزيم د بېلا بېلو برخو دوره هم وكړه۔(م
متعلقہ مضامین
-
Salman Taseer- epitome of bravery and a liberal dream
-
SFGCC to enhance status of women in society: Bizenjo
-
Muslim women harassment ‘obnoxious, repugnant’: FO
-
PM’s case against Kh Asif to be decided in 2 months: IHC
-
PM inaugurates Hakla-DIKhan motorway
-
Govt. submits reply to gas suspension to non-expert industries
-
ITP resolve 82.5pc complaints received on PM Portal
-
Exports of services rise by 22.94 pc in 5 months
-
Two-day policy dialogue on increasing role of international law concludes
-
Shehzad Akbar visits FIA office
-
COVID-19 claims three more lives, infects 959 in Sindh
-
Stop doing politics on Murree tragedy: govt