اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي د اطلاعات وزارت او انفارمېشن افسران د پاکستان تشخص جوړوي، د پاکستان مثبت تشخص ته ودې وركولو له دې انفارمیشن افسران خپل کردار ترسره كړي ٬ جدیده نړۍ كښې د بیانيې جنګونه روان دي، حکومت د ميډيا د قوت او اهمیت څخه خبر دے، انفارمېشن افسران دې اولس د حقیقی بدلون څخه خبرولو لپاره متحرك کردار ترسره كړي۔ ده د ګل په ورځ پبلك ریلیشنز افسرانو سره د ملاقات په مهال خبرې اترې كولې۔ ملاقات كښې د اطلاعات سيكتر شفقت جلیل او د وزارت نور سینئر چارواكي هم موجود وؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل د اطلاعات په وخت، سم او مؤثره ترسیل د انفارمېشن افسرانو بنیادی ذمه واري ده۔ ده ووئيل ټولو وزارتونو كښې د اشتراك عمل او تر معلومات رسنه به لا مربوط او فعالولې شي۔ ده ووئيل انفارمېشن افسران حکومتی اقدامات اولس ته د وړاندې كولو ذریعه وي او د حکومت او اولس ترمينځه د رابطې کردار ترسره كوي۔ ده ووئيل انفارمېشن افسران دې اولس د حقیقی بدلون څخه خبرولو لپاره متحرك کردار ترسره كړي
متعلقہ مضامین
-
NCOC for strict implementation of NPIs to tackle Omicron
-
Prisoner in Karachi jail wins Rs1m scholarship
-
SHC orders demolition of three structures
-
Karman Bangash takes notice of torture case
-
Fawad takes a dig at opposition with Saraiki couplet
-
National security policy a ‘great step’: COAS
-
ITP issue 50,931 fine tickets over major violations
-
Four schoolchildren die as trailer hits rickshaw in Bahawalpur
-
Young couple commit suicide in Tharparkar
-
PN diver recovers woman’s body from Rawal Lake
-
‘One person’s opinion’ not enough, says Fazl
-
5 arrested for carrying illegal weapons