اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د احتساب قومي بيورو ﴿نېب﴾ پېنډې د اسلام آباد د ډپلومېټك انكليو قېمتي 36 كناله زمكې په غېر قانوني الاټمنټ د سي ډي اے پخوانې او اوسنې سنيئر اهلكار او ټهكېدار نيولي دي۔ د احتساب قومي بيورو لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې په نيول شويو افسرانو كښې د شهري منصوبه بندې پخوانې ډائرېكټر غلام سرور سندھو٬ د كوم چې په دې وروستيو كښې د ډائرېكټر جنرل څخه د نائب ډائرېكټر جنرل په چوكۍ تنزلي شوې او د شهري منصوبه بندې پخوانې غړے نصرت الله شامل دي۔ د بيان له مخې غلام سرور سندھو وېزه خواست كوونكو ته اسانيې وركولو او د شټل سروس چلولو ټهېكه خپل فرنټ مېن محمد حسېن ﴿كنټرېكټر﴾ ته وركولو لپاره په ناجائزه توګه په سمرې كښې حقائق وړاندې كړي٬ چې له مخې ئې په كال 2008م كښې ټهېكدار ته د سي ډي اے قېمتي زمكه په كلن رېنټ په شرح يو ګز په دوه روپې كرايه وركړې او دې لپاره د ټېنډر او بولۍ عمل هم نه دې شوے كومه چې د اړوند حكومتي قواعدو او ضوابطو سخته خلاف ورزي ده۔ د بيان له مخې كنټرېكټر دا زمكه او اسانيې تر كال 2015م استعمال كړې او په ډپلومېټك انكليو كښې وېزه او نورو دستاوېزاتو لپاره د سفر كوونكو څخه ئې د يو كس په سر 500 روپې غېر قانوني ترلاسه كړې دي۔ د اسلام آباد هائي كورټ د دې معاملې نوټس اخستلو سره دا ټهېكه غېر قانوني او خپلو ته د ګټې رسولو واضح مثال ګرځولې و۔
متعلقہ مضامین
-
Saudi interior minister to visit Pakistan on Feb 7
-
Pakistan and Turkey agree to boost bilateral cooperation
-
Fawad, Egyptian Envoy agree to open dubbing centres for dramas, films
-
Shanghai Electric unearths first seam in Thar Block-I
-
New spell of rain enters across country
-
Farrukh condemns terrorist attack on army camps in Balochistan
-
Govt wants uniformity in legislation in all provinces: Farogh
-
CM’s assistant takes notice of increase in flour, wheat prices
-
Disconnect between intelligence & security agencies
-
Pakistan, Uzbekistan agree to strengthen bilateral ties
-
PPP in habit of plundering national resources: Khawar
-
NAB chairman to distribute Rs 3.2 bln among fraud victim