اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی)د سېنېټ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن سيد او سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم وئېلي دي هند سره بايد داسې خبرې اترې وكړې شي كومې چې د كشميري اولس په ګټه وي٬په موجوده نړيوالو حالاتو كښې دا يوه ځانګړې موقع ده چې په منظم ډول د كشمير مسئله نړيوالې كچې ته يوسو٬هند پاكستان سره خبرې اترې كول نه غواړي ٬كشمير به سي پیك كښې شاملولې شي۔د جمعې په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار ته خپل خطاب كښې سناتور مشاهد حسېن سيد ووئيل هند چې كله اتومي چاودنې وكړی نو دغه وخت د دغې په ځواب كښې د پاكستان لخوا د اتومي چاودنو كولو ته كشميريان ډېر په طمعه وو ٬دا پاكستان سره د هغوي د خپلولۍ عكاسي كوي۔ده ووئيل په كال 2018 كښې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو كمشنر او د برتانوي كل جماعتي پارليماني ډلو راپورونه مهم پیشرفت دي۔په جنورۍ كښې يو بل تاريخي كار كېدونكې دے كله چې به په اروپائي پارليمنټ كښې د كشمير په اړه د دې راپور اورېدنه كېږي۔ده ووئيل هند سره مذاكرات بايد د برابرۍ په بنياد وكړې شي۔دا عمل دې داسې وي چې كشميريانو ته يې ګټھ ورسي۔ مشاهد حسېن ووئېل كشميريان د كال 1947 څخه ظلم او زياتي سره مخ دي۔ده ووئيل د كرتارپور راهدارۍ پرانستې څخه دوه ورځې وړاندې كراچۍ كښې په چينائي قونصلګړۍ بريد وشو د كوم مرسته چې د هند استخباراتې ايجنسي را كوله ۔ده ووئيل د برهان الدين مظفر واني شهادت نه وروستو حالات بدل شوې ٬د نيويارك ټائمز لخوا په جاري شوي راپور كښې وئېلې شوي 225 څخه زيات كشميريان شهيدان كړې شوي۔مشاهد حسېن سيد ووئيل تر ټولو زياته رياستي ترهه ګري هند كوي۔ده ووئيل په هند كښې مذهبي انتهاپسندي د رياستي پالېسۍ برخه ده٬د كومې بنياد چې د اسلام او پاكستان سره دښمني ده۔لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم ووئيل كشميريان ځانګړې قربانۍ وركوي٬سره د دې د هغوي هڅې ٬جوش او ولوله لا زياتېږي ٬د ظلم زياتي او تور قانون په وړاندې همت او مړانې سره ولاړ دي۔ده ووئيل هند نه د ښو اړيكو هيله لرل نه دي پكار۔ ده ووئېل هند خپل ګاونډيان هېوادونه په فشار كښې ساتل غواړي۔د اتومي قوت له امله پاكستان د هند په سترګو كښې ازغې دې٬ ده ووئېل د پاكستان 22 كروړه اولس كشميريانو سره ولاړ دې۔د كرتار پور راهدارۍ پرانستلو نه وروستو د هند لخوا بيانيات د هند د رويې عكاسي كوي۔د پاكستان لخوا د خېرسګالۍ دا اقدام د ستائنې وړ دې۔ده ووئيل د كشميريانو د آزادۍ هڅو ملاتړ به دوامداره ساتلې شي۔ده ووئيل برهان مظفر واني د آزادۍ په هڅو كښې روح اچولې دے
متعلقہ مضامین
-
IGP takes notice of misbehaviour of DSP with citizen
-
Senate body discusses dual citizenship of bureaucrats
-
Ties strengthened with major powers, key partners: Qureshi
-
NCA documents prove PM was right not to shake hands with Shehbaz Sharif: Gil
-
Public sector universities directed to make policy on recruitment
-
Maqbool Butt remembered on his 38th martyrdom anniversary
-
Minus 12 temperature recorded in Kalam: Met Office
-
Metro Pakistan celebrates customers win in FBR’s POS prize scheme
-
Covid-19 claims seven more lives
-
Police arrests three suspects in murder case
-
SBP may continue with house refinancing scheme
-
Pakistan sees slight rise in Covid-19 positivity ratio again