اسلام آباد ۔23فروری(اے پی پی) د پاك سمندري ځواك جهازونو پي اېن اېس طارق او د پي اېن اېس همت د متحده عرب امارات دوره وكړه ٬ په نړيوال/ بحري دفاعي نندارتون كښې ئې ګډون وكړو او د ګډې مشق “نصل البحر” كښې ئې بشپړه برخه واخسته۔ د پاك سمندري ځواك وياند لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه د مشق په مهال د بېلو جنګي مهارتونو او مېري ټائم سكېورټي آپرېشنز عملي څرګندونه وشوه۔ وياند ووئيل چې د پاك بحريه وائس اېډمرل عبد اعليم د يو اے اي نېول فورسز فلېټ كمانډر سره د پي اېن اېس طارق څخه د مشق ننداره وكړه۔ د دورې په مهال د پاك بحريه وائس اېډمرل عبد العليم د يو اے اي نېول فورسز دوهم كمانډر سره هم ملاقات وكړو۔ د وياند ترمخه دواړو لارښودو د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په پېشه ورو چارو او په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د بېلو هېوادونو سفارت كارو ٬ د يو اے اي عسكري او سول چارواكو او د پاكستان د دفاعي پېداوار وزيرې زبېده جلال هم د پاك بحريه جهازونو دوره وكړه۔ د پاك بحريه وياند ووئيل د پاكستان نېوي جهازونو دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو ته لا وده ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
Workshop stresses trade exchanges between China’s Yiwu and Karachi
-
PTI finalises references against dissident MPs
-
Minister inaugurates improvement plan in DDA housing scheme
-
PTI MPs to attend NA session today
-
Bani Gala’s ‘devil will be imprisoned today’
-
Teachers’ promotion put on hold till completion of directory retirement cases
-
Asad Qaiser was not in favour of ruling under Article 5
-
British Council trains 100 women for leadership role
-
Administrator inspects carpeting of roads in Karachi
-
LCCI expresses concern over current political scenario
-
SC to focus on deputy speaker’s ruling only
-
Alvi asks ECP to fix date for fresh polls