اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د چين خپل نوې هم منصب كين ګينګ سره د ګل په ورځ ټېليفوني تماس نيولے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري بيان له مخې بلاول بهټو زرداري كين ګينګ ته د چين خارجه وزير په حېث سره په تقررۍ مباركي وركولو كښې وئېلي دي پاكستان او چين آزمائېلې دوستان او شراكتدار دي د كومو چې شريك ملاتړ او د مرستې يو اوږد تاريخ موجود دے ٬ دغسې دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔دوي په دوه اړخيزه مرسته اډانه اسټريټجك پارټنرشپ په مخ وړاندې بوتللو لپاره د پاكستان او چين د عزم پخلے كړے ۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په جنيوا كښې د پاكستان تعميرنو او په بحالۍ كښې د شراكت په موضوع په نړيوال كنفرنس كښې د چين فعاله شركت او په ملاتړ د چين خارجه وزير مننه وكړه۔ده ووئيل د سېلاب نه پس د تعميرنو لپاره د چين د زړه نه او سمدستي مرسته د پاكستان لاكهونو خلقو لپاره د سكون سبب ده او تاسو يو مثالي كار كړے۔بلاول بهټو زرداري د چين نوې قمري كال په موقع د چين خپل څنګ كين ګينګ٬پولټ بيورو غړي او مركزي خارجه چارو كمېشن ډائرېكټر وانګ يې سره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او هغوي ته يې مباركي وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
Leading diabetes institutions launch ‘Stop Diabetes’ campaign across Pakistan
-
Another LHC judge refuses to listen to Jamshed Cheema’s petition
-
Saqib Nisar ordered to let go of Nawaz, Maryam before 2018 elections: former CJ Gilgit Baltistan
-
Govt. ready to address reservations of coalition partners on EVMS
-
Same solicitor notarised affidavit, Nawaz reports
-
Claims of ex-judge are just ‘plain lies’
-
PML-N running campaign against judiciary: Fawad
-
Ex GB CJ Rana Shamim trying to leave the country
-
IHC issues show-cause notices in affidavit case
-
Anti-dengue walk held
-
Govt working on plan to reintegrate expatriates
-
‘Tired’ opp needs fresh ‘wrestlers’