اسلام آباد26 جنوري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په ټولو سټيك هولډرز زور راوړے چې هغوي د ماشومانو په سكولونو كښې داخلې باوري كړي او ټول اېف اېس سي كواليفائيډ زده كوونكي دې اعلٰی تعليمي ادارو ته ولېږلې شي ٬په هېواد كښې د پرائمري ماشومانو په سكولونو كښې د اندراج شرح يواځې 68 فيصد ده او په ګاونډي هېواد كښې دا شرح 98 فيصد ده او په لوړو زده كړو كښې د داخلو شرح يواځې 9 فيصد ده او كه چرې دا موازنه د نورو سيمه ايزو هېوادونو سره وكړی شي نو هلته دا شرح 60 فيصد ده كومه چې په هېواد كښې د معاشي او اقتصادي پرمختګ رفتار او معياري بشري وسائلو لپاره پوره نه ده ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ ورچوئل يونيورسټي آف پاكستان كانووكېشن دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دستوره كښې د يونيورسټۍ فيكلټۍ٬زده كوونكو او د هغوي والدين ګډون كولو۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال صدر ووئيلسكولونو ته د تلولو جوګه ټولو ماشومانو سكولونو ته تلل پكار دي او چې كوم هم ماشوم د تعليم څخه محروم پاتې نه شي كوم چې د هېواد پرمختګ لپاره لازم دے۔ده ووئيل په هېواد كښې د پرائمري ماشومانو په سكولونو كښې د اندراج شرح يواځې 68 فيصد ده او په ګاونډي هېواد كښې دا شرح 98 فيصد ده او په لوړو زده كړو كښې د داخلو شرح يواځې 9 فيصد ده او كه چرې دا موازنه د نورو سيمه ايزو هېوادونو سره وكړی شي نو هلته دا شرح 60 فيصد ده كومه چې په هېواد كښې د معاشي او اقتصادي پرمختګ رفتار او معياري بشري وسائلو لپاره پوره نه ده ۔صدر مملكت ووئيل پوهنتونونه زده كوونكو ته د داخلې په نه وركولو په عامه توګه وياړ محسوسوي او د ګڼ شمېر زده كوونكو دا خواهش وي چې هغوي اعلٰی تعليم ترلاسه كړي۔ده ووئيل دا عمل سم نه او د دې د حوصلې ماتولو سخت ضرورت دے۔ده د هېواد په سركاري او الحاق شوو اعلٰی تعليمي ادارو زور راوړو چې هغه ټول زده كوونكې كوم چې د خپلو صلاحيتونو او د كار استعداد زياتولو هڅه كوي د هغوي په تعليمي ادارو كښې 100 فيصده داخلې باوري كړئ دغسې چې د اعلٰی تعليم سره نور ګريجويټس آن لائن اعلٰی تعليم ترلاسه كولو سره د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كړي۔په آخر كښې صدر مملكت د ورچوئل پوهنتون په بېلو څانګو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونكو زده كوونكو له سندونه٬ګولډ ميډلز او ميرټ سرټيفيكټس هم وركړل
متعلقہ مضامین
-
SC seeks details of officers, NACTA responsibilities
-
FM welcomes Sikh pilgrims arriving in to mark Guru Nanak’s birth celebrations
-
Covid positive test linked to fatigue, sleep issues: Study
-
Pakistan Navy Ship conducts rescue operation in North Arabian Sea
-
Govt is succeeding due to ‘other’ reasons, says Asif Zardari
-
Lawyers stage sit-in in IIOJK; demand return of martyrs’ bodies
-
Students to be taught ‘complete syllabus’ this year: Shafqat
-
Overseas Pakistanis can now hold govts accountable: PM
-
Man arrested for looting people in name of Hajj, Umrah packages
-
Shafqat lays foundation stone of NCA graduate block
-
New hacker group from India targeting defense units in China and Pakistan
-
Church leaders laud Hungarian support for higher education of Christian students