اسلام آباد 23 فروری (اے پی پی):صدر ډاکټر عارف علوو د وړو رنځونو په حقله په لويه پېمانه د آګاهۍ راپیدا کولو او په دې لړ كښې سیاسي قیادت او د میډیا پشمول هر سټیک ہولډرزله فعاله کردار د ادا كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلې دي مونږ له به د ناروغتيا نه بچ كېدو لپاره د وړاندې نه د احتیاطي تدابیر رواج خپلول وي ،د دې احتیاط په سبب د کورونا غوندې په وباﺀ قابو موندلو كښې کامیاب شوي يو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خیبر میډیکل یونیورسټۍ (کے ایم یو) كښې د غېرمتعدي رنځونو امراض په اړه درېم نړيوال پبلک هیلتھ کانفرنس ته د خاص مېلمه په توګه وكړه ۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا د صحت صلاحكار ډاکټر عابد جمیل،نګران وزیراعلی عظم خان،ګورنر خیبرپختونخوا حاجی غلام علی،وائس چانسلر کے ایم یو ډاکټر ضیاﺀ الحق او نور هم موجود وو ۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت چې پنډال نه اورسېدو نو تود هر كلے ئې وشو او د ڼريوال کانفرنس د مقاصدو نه خبر كړے شو ۔ په کانفرنس كښې كورنيو او نړيوالو ډاکټرانو، د صحت پوهانو ، د کے ایم یود فیکلټۍ غړو او طلباﺀ ګډون كولو۔ډاکټرعارف علوي ووئېل د کینسر پشمول زیاتره رنځونه غیر متعدي وي او كه د دې تشخیص وكړے شي نو په ابتدائي پراؤ كښې ئې علاج څخه قیمتی ځان ساتلے كېدے شي ۔ ده ووئېل د پړپوس کینسر هم د علاج جوګه وي كه په وخت تشخیص شي خو په تاخیر تشخیص او علاج مرګونے ثابتېدے شي ۔ ده ووئېل ما تجویز وركړے چې د صحت مندې او خوشحاله ټولنې لپاره لويو او وړو رنځونو په حقله اولس كښې خبرتيا په مېډيا پكار ده او په خاص توګه مارننګ شوز كښې دې خاص پروګرامز ۔نشر كړے شي ٬ ڈاکٹر عارف علوي د ډېرو ژوندونو بچ كولو لپاره د موجوده صحت پالیسیو ته د عملي شکل په وركولو زور راوړلو سره ووئېل مونږ ټولې مطلوبه پالیسۍ لرو خو په دې د عمل درآمد فقدان دے ۔ده ووئېل په بيړه زياتېدونكې ودانۍ په معیشت او قامی وسائلو غیر معمولي فشار راوړے۔ د معاشي وسائلو او آبادۍ تر مينځه توازن پیدا کولو لپاره د آبادۍ او غربت په مسئله د قابو موندلو په اقدامات زور راوړلو سره ده ووئېل سیاسي قواؤ تر مينځه جھګړې څخه شاید كه كوم مقصد تر لاسه شي ٬ پام لرنه قامي مسائلو ته پكار ده ۔ ده ډاکټرز کمیونټي له مشورہ وركړه چې د يوې صحت مندې او خوشحاله ټولنې لپاره ذهنونه تيار كړي او د علاج په مهال خپل مریضان قائل کړې۔
متعلقہ مضامین
-
No match of PM’s public-centric priorities with PMLN leadership’s preferences: Gill
-
11-year-old Pakistani writer publishes six books on Amazon
-
Youth’s needs to be mainstreamed in climate process: Amin
-
Fire erupts in Karachi godown
-
Wheat-chickpea intercropping launched in Bahawalpur
-
Technology solutions key to cope environmental degradation: Zartaj
-
Sindh CM orders arrest of lawyer’s killers
-
26.7m people to be vaccinated till Dec 31: Yasmin
-
Healthy competition is useful for all
-
Youth with morals of discipline, humanity to outshine Pakistan in world: President
-
Crackdown on beggars intensified across Punjab
-
Seminar held to create awareness about smog