اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي موسمیاتی بدلون د پاكستان په څير هېوادونو لپاره د قامي سلامتيا مسئله ده٬ په نړيواله كچه د موسمياتي بدلون زياتولو كښې د پاكستان برخه د يو فيصده څخه د كمې پاتې كېدو باوجود پاكستان په نړۍ كښې موسمياتي بدلونو څخه د زياتو ځپلو كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د 28 م يو اېن او کنفرنس آف پارټیز کوپ۔28 په اړه بېن الوزارتي غونډه وشوه۔ غونډه كښې د خزانې ٬ خارجه چارو ٬ توان ٬ موسمياتي بدلون او منصوبه بندۍ وفاقي نګران وزيرانو او اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل موسمیاتی بدلون د پاكستان په څير هېوادونو لپاره د قامي سلامتيا مسئله ده٬ په نړيواله كچه د موسمياتي بدلون زياتولو كښې د پاكستان برخه د يو فيصده څخه هم د كمې باوجود پاكستان په نړۍ كښې موسمياتي بدلونونو څخه د زياتو ځپلو كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ ده ووئيل تېر كال د موسمياتي بدلون په نتيجه كښې د پاكستان دوه كښې درېمه برخه زمكه د سېلاب له امله وځپلې شوه۔ ده ووئيل پاكستان د خپلې ماحولياتي سفارتكارۍ د لارې په نړيوال ماحولياتي بحث كښې مثبت كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې کوپ 28 كښې په کلائمیټ فنانس او نورو اړوندو چارو د پاكستان دريځ په ښه ډول وړاندې كولو لپاره دې ادارې بشپړه تياري وكړي۔ نګران وزیراعظم به دبئی، متحدہ عرب امارات كښې د كېدونكې 28 م كنفرنس آف پارټیز په اولنۍ او دويمه نېټه كېدونكې د اعلی كچې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي
متعلقہ مضامین
-
HEC hosts consortium of nine universities to identify online courses
-
Pir stabbed to death
-
Health expert emphasis protection from dryness
-
Govt committed to creating peaceful environment, says minister
-
IRSA releases 56737 cusecs water
-
KMC offices to display code of conduct for women’s protection
-
Shibli urges need for use of energy efficient appliances
-
Women’s empowerment to ensure Pakistan’s prosperity: Begum Alvi
-
Political dwarfs destined to face defeat: Fawad
-
International Women’s Day celebrated at Sui Northern Gas Office
-
Pakistan Post launches EMO services in all GPOs, DFPOs
-
PTI MNAs, allies to skip NA session