اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د موسمياتي بدلونونو مخنيوي لپاره د 100 اربه ډالرو مرستې لوظونو په سمدستي توګه د پاللې كېدو په حاجت زور روړلو سره وئيلي دي چې په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د موسمياتي بدلونو اغېزې كمولو لپاره د اقداماتو عملي كولو په لړ كښې دې مرسته ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د خالي په ورځ په دبۍ كښې د كوپ 28 كنفرنس په مهال خپل قومي بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل دا مرسته بايد د پرمختيائي فنانس او د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په قرضونو كښې د لا اضافې په قيمت نه وي۔ وزيراعظم ووئيل د موسمي بدلونونو اغېز كمولو له به پرمختګ كړې هېوادونو له خپل اقتصادي حېثيت او تاريخي ذمه وارۍ سره سمون لرونكې د مشرۍ كردار ترسره كولو سره د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مرسته كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د موسمياتي بدلون حوالې سره نړيوال ثبات ترلاسه كولو له د موسمياتي موافقت په ښكاره نړيوالو هدفونو٬ اشاريو او د باقاعده څارنې په پېشرفت اډانه لرونكې د يوې تګلارې په صورت كښې نتيجه ترلاسه كولو ته اړتيا ده۔ نګران وزيراعظم ووئيل د كوپ 28 كنفرنس سره ډېرې هيلې تړلي دي او هيله لرؤ چې دې سره به د عملي اقداماتو لپاره لاره هواره کړې شي۔ وزيراعظم د موسمياتي بدلونو چېلنجونو مخنيوي او مسئلو حل كولو او دې سره د اړوندو اقداماتو عملي كولو لپاره پرمختګ كوؤنكو هېوادونو سره د مالياتي مرستې ٬ د كار استعداد پياوړې كولو او د ټېكنالوجۍ په برابرولو زور راوړو۔ ده ووئيل تيرکال پاکستان کښې تر ټولو بد سيلابونه راغلى وؤ اؤ سږ کال به د تاريخ تر ټولو ګرم کال وي۔ وزيراعظم ووئيل په ګلاسكو كښې د كوپ 26 په موقعه پاکستان تر كال 2030 ماحول ته د زيان رسؤونكو ګازونو په اخراج كښې په مجموعي توګه د 60 فيصده كمي په هدف اډانه نظرثانی شوې نېشنل ډیټرمنډ کنټری بیوشن (اېن ډی سی) وړاندې كړې وو٬ د روان كال په مهال پاكستان يو بشپړه قومي موافقت پلان وړاندے كړے دے او اختراقی لیونګ انډس انېشئټو هم پېل كړې شوې ده كوم څخه چې موسمیاتی بدلونونو او فطرت لپاره زمونږ د پام او عزم عكاسي كېږي۔ ده ووئيل په موجوده غونډه كښی به پاكستان خپل اولنې اپ ډېټ رپورټ هم وړاندې كړي۔ ده ووئيل تېر كال پاکستان د ګلوبل لاس اېنډ ډیمیج فنډ په هڅه كښی د لارښودنې كردار ترسره كړې وو او سږ كال مو دې لپاره د مناسب انتظاماتو فعال كولو له كار وكړو۔ ده ووئيل د موسمياتي انصاف تقاضا ده چې پرمختګ كوؤنكي هېوادونه دې د ملګرو ملتونو د تلپاتي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو جوګه كړې شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونو اغېزې مخنيوي له پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره اضافي مالياتي ګرانټس ضروري دي۔
متعلقہ مضامین
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
Two new police sub-divisions established in South Punjab
-
JKNF welcomes UN report denouncing HRVs in IIOJK
-
Lok Virsa Pavillion at Education Expo 2022 attracted huge crowd
-
Women’s Cricket World Cup scores: PAK v BAN
-
No-trust motion to give fatal blow to non-serious opposition: Fawad
-
Newlinear accelerator inaugurated at SKMCH&RC Lahore
-
24m families benefiting from free healthcare facility: Hasaan Khawar
-
7.3-magnitude quake hits east Japan, tsunami advisory issued
-
FESCO to hold open courts on Friday
-
CDA staff’s holidays suspended for OIC meeting