ملتان 06 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي هېواد كښې پاكو او بې پرې ټاكنو لپاره چمتوالے نيسوو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلي نمائندګان چلوي٬بنيادي پريكړې كول د نګران حكومتونو كار نه دے ٬دا د ټاكلي شوې حكومت او منتخب پارليمان كار دے٬مونږ ته چې په كوم حالت كښې هېواد ترلاسه شوے ؤ٬ د هغې څخه په بهتر حالت به راروان حكومت ته سپارلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان ټېلي ويژن ملتان سنټر كښې د 24 ساعته سيمه ايز نشريات پرانستې كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔نګران وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د آزادو او سپيځلو ټاكنو په چمتوالي نيولو كښې بوښت يو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬ ده ووئېل د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلې شوي نمائندګان چلوي٬دې عمل ته رسېدو لپاره زما خواهش دے چې پي ټي وي ملتان سنټر د سيمې اولس حقيقي مسئلې او د دوي خواهشات رامخې ته كولو لپاره غږ وګرځي۔ده ووئيل د سيمې معاشي او كلتوري مسئلې څو لسيزې پخوانۍ دي٬د دې حل لپاره پي ټي وي ملتان غېر جانبداره پاتې كېدو سره د سيمې سياسي ګوندونو پشمول د بېلو وګړو رائے به وړاندې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ټاكنو كښې اصل پريكړه د پاكستان اولس له كول ده ٬ټاكنو كښې به اولس پريكړه كوي چې راروان حكومت به څوك كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فوډ سيكورټي وزارت خپل كار كوي٬اېس آئي اېف سي له مخې د كركيلې لپاره ځينې اقدامات پورته كولې شي٬كركيله صوبائي سبجيكټ دے خو په دې معامله صوبائي او وفاقي حكومتونه په ګډه كار كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې په سپيځلې ډول ټاكنې وشي۔ده ووئيل په هېواد كښې مېډيا او عدليه آزاد دي٬انتخابي عمل به په سم ډول دوام لري۔ده ووئيل د راتلونكي پارليمان او حكومتي كاركردګۍ په اړه پيشنګوئي نشي كېدې او نه د تېر وخت په حكومتونو تبصره كول زمونږ كار دے٬ دې څخه وړاندې ده ووئيل د ملتان او جنوبي پنجاب سيمې وګړو لپاره دا د اعزاز خبره ده چې د نن څخه پي ټي وي ملتان سنټر 24 ساعته نشريات پېل كوي۔
متعلقہ مضامین
-
د نېشنل هېلتھـ سروسز٬ رېګولېشنز او كوآرډينېش كمېټې غونډه ﴿نن﴾ كېږي
-
د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود د قامی نصاب کونسل وړومبنۍ غونډې ته خطاب نه پس ميډيا سره خبرې
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سپورټس لپاره د ټاسك فورس غونډه
-
د سېنېټ د سي پېك خاص كمېټې غونډه به د نهې په ورځ په ګوادر كښې كېږي
-
د وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد نوې ټاكلې شويو عهدېدارانو ته ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي۔
-
اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره بشري حقونو لپاره د جموں وكشمير كونسل صدر ډاكټر سيد نذير ګېلاني ملاقات
-
اولس مشر ډاكټر عارف علوي د محمد اعظم خان سواتي د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير په حېث استعفٰې منظور كړه
-
د ديني بزرګانو په تعليماتو عمل كولو سره ټولنه د امن او مينې مركز جوړېدې شي۔ صوفیاء کرامو د زغم او ورورولۍ درس وركړې۔ اولس ته مزارونو څخه روحاني سكون ترلاسه كېږي۔ د سجاده نشين مخدوم شاه محمود قرېشي د شاه ركن الدين عالم عرس پرانستې دستورې ته خطاب
-
د قامی اسمبلۍ هاؤس بزنس ایډوائزری كمېټۍ غونډ نن كېږي
-
حكومت د نیا پاکستان یوتھ پروګرام ترسېوري لاندې زلمو ته روزګار وركولو له خصوصي پېكج تيار كړې۔ د زلمو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار اے پي پي سره خبرې
-
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر ماريه فرنانډا اسفونز به په پنځه ورځنۍ سركاري دوره سبا پاكستان ته راځي
-
میا شهباز شریف د بلاول بھټو او مراد علي شاہ نامې د اي سي اېل نه د وباسلو پرېكړه خوشبينه وګرځوله