اسلام آباد۔10 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي د عمران خان په دور كښې زمونږ خارجه پالېسۍ ته زيات زيان رسېدلې٬ د عمران خان بيانيه وه چې زمونږ حكومت د امريكائي سازش په بنياد راغلې خو دا دروغ دي٬ هند سره اړيكې د كشمير مسئلې منصفانه حل نه غېر د معمول له مخې كېدې نه شي۔ د زيارت په ورځ ’’وی نیوز‘‘ سره مركه كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ ملګري هېوادونه مونږ نه سخت خفه وو٬ عمران خان سعودي عربستان سره زمونږ اړيكو ته زيان ورسولو۔ وزیراعظم ووئيل سعودي ښكته كولو له د يو بلاك جوړولو هڅه وكړې شوه دغسې چې سعودي عربستان ځانله كړې شي ٬ دا څومره د افسوس وړ خبره ده او څومره پرېوتې سوچ دے چې ملګرے هېواد مونږ سره مرسته كوي او مونږ يۍ احسانونه هېر كړؤ او دا ووايؤ چې د سعودي عربستان نه غېر مونږ كشمير كاز مخ په وړاندې بوتللې شؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ كله دا سوچ هم كولې نه شو چې د دوه وروڼو هېوادونو ترمينځه اړيكې به دومره خراب صورتحال سره مخ شي كوم چې د عمران خان په دور كښې رامخې ته شو۔ وزیراعظم ووئيل كه د سائفر مندرجات كوم چې ( په نړيواله ورځپاڼه كښې) چھاپ شوي دي درست وي نو دا يو لويے جرم دے۔ په نړيواله مجله’دی انټرسېپټ‘‘ كښې د سائفر حوالې سره د خپور شوي خبر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د سائفر په اړه د قومي سلامتي كونسل دوه غونډې زما په مشرۍ كښې وشوې۔ په يوه غونډه كښې د دغه وخت پاكستاني سفير او موجوده خارجه سېكتر اسد مجید په ښكاره توګه ووئيل چې امريكائي عهدېدار ډونلډلو سره ملاقات كښې د سازش كومه خبره نه ده شوې۔ وزيراعظم ووئيل د دغه وخت د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او سروسز چيفس هم تائيد كړې وه چې د پاكستان په ضد سازش نه دے شوے۔ وزيراعظم ووئيل د عمران خان بيانيه دا وه چې په چين او روسيه كښې د رغبت لرلو په سبب امريكا زما د حكومت د ختمولو هڅه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل كه د امريكائي سازش په بنياد زمونږ حكومت جوړ شوے وو نو آيا روسيه به مونږ ته تېل راكول٬ چين سره به زمونږ اړيكې بحال شوې وې كومې چې عمران خان تباه كړې وې؟۔ هم دا يو ثبوت كافي دے۔ شهباز شريف ووئيل عمران خان دويم بيان كښې پخپله وئيلي وو چې سازش نه دے شوے۔ اوس د هغه اولنے بيا مستند دے او كه دويم؟ ده ووئيل د عمران بيان په دروغو اډانه وو۔ ده ووئيل دومره ده چې امريكا سره كومې اړيكې ځپلې شوې وې هغه د دوه اړخيزه باور او احترام كچې ته راوستلو له مو زياته خواري وكړه۔ د نګران وزيراعظم په ټاكنه كښې د تاخير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اسمبلیو ماتولو اېډيوائس څخه وړاندې د آئين له مخې د اپوزيشن ليډر او وزيراعظم ترمينځه د نګران وزيراعظم حوالې سره كوم مشاورت نه شي كېدې۔ وزیراعظم ووئيل تېره شپه دا پړاؤ ترسره شوې ٬ صدر اسمبلي تحليل كړې ده نو دې څخه وروستو به اپوزيشن ليډر سره په دې خبره كېږي۔ هند سره د اړيكو په اړه ده ووئيل د كشمير مسئلې منصفانه حل نه غېر هند سره رابطې بحال كېدې نه شي ولې چې د خپل حق ترلاسه كولو له كشميريانو له 75 كلونو څخه سترې قربانۍ وركړې دي۔ مېرمنې كونډې شوي دي٬ كوچنيان او مشران شهيدان كړې شوي دي ٬ د كشمير وادي د كشميري وګړو په وينو سره شوې ده۔ وزیراعظم دا خبره په ډاګه كړه چې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق مسئلې حل كېدو پورې هندوستان سره اړيكې په هېڅ ډول د معمول له مخې كېدې نه شي۔ ما يوازې دا خوښي ښكاره كړې چې مونږ له به د يو ښه ګاونډي په څير پاتے كېدل وي خو ددې چې كومې تقاضې دي لكه كشمير او د اوبو مسئله د دې د حل كېدو نه غېر اړيكې بحال كېدې نه شي۔ ده ووئيل د دې شخړو نه حل كېدل به كم قسمتي وي چې مونږ په يوه داسې سيمه كښې چرته چې بې وزلي وي ٬ بې روزګاري وي مونږ خپل وسائل په پرمختګ مصرف كولو نه غېر خپلې دفاع لپاره د ګرانو آلاتو په اخستلو مصرف كړؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Over 25 MNAs and MPAs meet Punjab CM
-
Int’l Kashan Umar, Junior Davis Cupper Saqib, Asad Ullah, Shakir advance to next round
-
MWMC manages training session for officers to improve good governance
-
CM takes notice of murder of four family members in Gujrat
-
GDA to support government on no-trust motion: Dr Fehmida
-
Khuhro victory on Vawda’s Senate seat ‘temporary’: CJP
-
Sindh govt approves 365 appointments under deceased quota
-
Lawmakers from Sindh repose confidence in Imran Khan
-
Four FC men martyred, 10 injured in Sibi IED explosion
-
Zahir moves IHC against death sentence in Noor case
-
Opposition’s dream won’t come true, next 48 hours important: Usman Dar
-
Fawad asks ECP to issue notice to PML-N on horse trading