اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د قامی ورثې او كلتور وفاقی وزیر جمال شاہ سره د برتانې پارلماني غړي (اېم پی) افضل خان د جمعې په ورځ ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه د پاکستان او برتانيې ترمينځه كلتوري اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ملاقات كښې د قامی ورثې او كلتور وفاقي سیکرټري حمیرا احمد او د كلتور صلاحكار محمد کاشف ارشاد هم موجود وؤ۔ وفاقی وزیر د پاکستان او برتانيې ترمينځه اړيكو لا قوي كولو له مختلفو فنی څانګو كښې د مرستي امکانات رامخې ته كړل۔ده ووئيل فن او كلتور د كوم هم قام مستنده څرګندونه وي۔ده ووئيل عظیم قامونه عمر له د خپل فن او كلتوري هلو ځلو عزت، قدر، تحفظ او ودې لپاره كار كوي۔ وفاقی وزیر د برتانيې پارلماني غړے د سيمه ايز لوك ادب او قامي ورثې ودې لپاره د اسلام آباد میوزیم له ودانۍ او قامي ورثه چینل جوړولو پشمول د پورته شوو اقداماتو څخه خبر كړو۔دغسې د برتانيې پارلمان غړے او افضل خان كلتوري تبادلو كښې د مرستې زياتولو او كلتوري رابطو كوټلو كولو له كار روان ساتلو ته صلاح شول ۔ده د پاکستان لرغوني آثار قامی ورثه ګرځولو سره ووئيل تهذيبونه د يو بل سره د تړلے شوو دريابونو غوندې وي۔ده د كلتور ودي لپاره د شوو اقدامات هم ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
FM arrives in China to attend meeting on Afghanistan
-
PM to launch E-Passport facility on Wednesday: Rasheed
-
Pakistan benefitted tremendously from multinational companies: LCCI president
-
Free medical camps in Tirah for returning families held
-
PM reiterates Pakistan’s position on resolution of Ukraine conflict
-
Entire nation pays tribute to ‘heroes’ sacrificing lives for global peace: Fawad
-
School will remain close for two days in Chitral
-
Govt policies to promote innovation, entrepreneurship in KP: Jhagra
-
IHC hopes PM won’t make memo public
-
Foreign Office summons US diplomat to express displeasure over threat letter
-
NSC terms foreign country’s formal communication a ‘blatant interference’; decides to issue ‘strong demarche’
-
PML-Q will surprise in election of CM Punjab: Mustafa Malik