اسلام آباد 31 دسمبر (اے پی پی) د راروانو ټولټاكنو 2024ء لپاره د ریټرننګ افسرانو لخوا د امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونو منظورولو یا رد كولو په ضد اپيلونه د جنورۍ تر 3مې نېټې دائر كولې شي په كومو كښې چې د پرېكړو لپاره 24 اپېلټ ټريبيونل جوړ كړې شوې دي كوم به چې به دا اپیلونه د جنوري تر 10مېنيټې حل كوي ۔ د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي شيډيول له مخې د قامي او څلور صوبائي اسمبلو جنرل سيټونو لپاره د اميدوارانو نامزدګي کاغذونه د ريټنګ افسرانو لخوا د دسمبر تر 25مې نيټې نه تر 30مې نيټې چيك كوي کوې۔د نامزدګۍ کاغذونو د منظورولو یا رد كولو په ضد اپیلونه به د جنورۍ تر 3مې نیټې کولی شي۔ د ميرمنو او اقليتونو لپاره مخصوصو سيټونو لپاره جمع شوي د نامزدګۍ کاغذونو جانچ به د جنورۍ تر 13مې نيټې كولې شي، د ريټرننګ افسرانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو منظورولو يا رد كولو په ضد به اپيلونه د جنورۍ تر 16مې نيټې كولې شي او د دې اپيلونو په اړه به د اپيلټ ټريبونل فيصله د جنورۍ په 19مه نيټه كيږي۔ د كانديدانو نظر ثاني شوې فهرست به د جنورۍ په 20مه نېټه جاري كولې شي او د نامزدګۍ كاغذونه به د جنورۍ په 22مه نېټه واپس كولې شي۔ د کاندیدانو وړومبې لسټ به د جنورۍ په 23مه نيټه لګولې شي ۔ په جنرل سيټونو د امیدوارانو ترمیم شوی لسټ به د جنورۍ په 11مه نېټه جاري كولې شي ،د نامزدګۍ کاغذونه به د جنورۍ په 12مه نېټه بيرته اخستلی شي، امیدوارانو ته د انتخابي نشانونو په 13 جنورۍ آلاټ كولې شي او پولنګ به په 8 فرورۍ کېږي
متعلقہ مضامین
-
Court says Dua Zehra free to go wherever she wants
-
Join march to Islamabad for ‘real freedom’: Imran
-
Subzwari calls on chief of Naval Staff Admiral Muhammad Amjad Khan Niazi
-
DBA holds rally to express solidarity with Pak Army
-
Pakistan, speaking for G-77/China, urges strengthening of global financial institutions for debt sustainability
-
ECP holds voters’ awareness workshops
-
Zafar Zaman posted as Chairman Railways
-
62 notices served over violations of Dengue SoPs
-
Govt to reinstate BISP beneficiaries expelled by PTI
-
No fresh borrowings from SBP, clarifies finance ministry
-
Senate body on Defence members visit Chinese Embassy to condole Karachi incident
-
KP finalizes arrangements to ensure law and order during Eid