اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت عارف علوي په مشرۍ كښې د خاص كسانو د ملازمت په كوټه د عملدرامد پحقله غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د بشري حقونو وزارت سېكرټري٬ د فېډرل پبلك سروس كمېشن سېكرټري او د اسټېبلشمنټ ډويژن خاص سېكرټري پشمول لوړ پورو ګدون كولو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د خاص كسانو مالي خودمختارۍ لپاره په حكومتي كچه د ملازمت په كوټه د عملدرآمد په اړتيا زور راوړلو سره ووئيل سركاري ادارې دې خاص كسانو له مناسب ملازمتونه په ګوته كړي٬ افرادي قوت كښې د خاص كسانو شاملول زياتولو لپاره دې د هنر له مخې ملازمتونه وركړې شي۔ صدرمملكت خاص كسان د ټولنې فعاله غړي جوړولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل دا كسان د پاكستان د مجموعي آبادۍ 12 فيصده برخې ته نزدې دي، دې سره كوټه نظام لپاره په زړه پورې اقدامات سره ملازمتونو كښې رامخې ته خنډان لرې كولو له مرسته ترلاسه كېدې شي۔ په دې موقع د پبلك سروس كمېشن سېكرټري غونډې ته معذورو كسانو ته سهولتونه وركولو په اقدامات بريفنګ وركړو٬ ده ووئيل اسټيبلشمنټ ډويژن په ټولو وزارتونو او محكمو كښې د دوه فيصده ملازمت كوټې نفاذ لپاره په بشپړه توګه كار كوي، صدر ووئيل په سرکاري ملازمتونو كښې د خاص كسانو د ملازمت په كوټه د عمل درامد په لار كښې ولاړ خنډان او ستونزې دې په توګه كړې شي۔ په دې موقع صدر د خاص كسانو حقونو لپاره د وزارتونو د مرستې ستائنه هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Imran distances himself from sloganeering at Masjid-i-Nabwi
-
Rana Sanaullah vows to arrest Imran Khan in Masjid-e-Nabawi case
-
Bomb blasts cut power to millions in Afghanistan ahead of Eid
-
Rana Sanaullah vows to arrest Imran Khan in Masjid-e-Nabawi case
-
Pakistan’s growth incomplete without labourers progress :Bilawal
-
Imran Khan breaks silence over corruption allegations against Farah Khan
-
Sindh CM pays tributes to labourers on ‘Labour Day’
-
Governor Cheema gets another 10 days in office
-
Maryam calls Imran Khan ‘biggest fitna’
-
Governor Cheema gets another 10 days in office
-
Maryam calls Imran Khan ‘biggest fitna’
-
PTI challenges LHC single bench order