اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د امنيتي ځواكونو لخوا په بونير کښې د ترهه ګرو په ضد د کامياب عملياتو ستاينه کولو سره وئيلي دي چې ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کښې د پاک فوځ تر څنګ ولاړ دے٬ هېواد څخه د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتؤ۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي يو بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د امنيتي ځواكونو لخوا په بونير کښې د ترهه ګرو په ضد د کامياب عملياتو ستاينه وكړه۔ ده ووئيل په بونير كښې د پاك پوځ زړورو ځوانانو د خپل پېشه ور صلاحيت او پوهې د لارې هېواد دښمنه ترهګر ووژل ٬ زما په شمول ټول قام په دې مړانه د وطن زړه ورو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ وزيراعظم د عملياتو په مهال د حوالدار مدثر محمود او لانس نائيک حسيب جاويد په شهادت د ژور خفګان او غم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم شهيدانو لپاره د مغفرت او غمجنيو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد د خاورې لپاره د فرزندانو ابدي قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ ذريعه ده۔ ټول ملت د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې هېواد څخه د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Experts push govt for quick work on achieving SDGs
-
Turkish ambassador acknowledges PAF’s rising capacity in aviation
-
Punjab govt reserves Rs149 billion for police
-
Qadir stresses enhanced world cooperation to strengthen health system
-
Sindh allocates Rs. 326.80 billion for education sector in 2022-23
-
FM Bilawal informs UN chief about India’s Islamophobic actions
-
Muzaffargarh- third rape incident reported in 48 hours
-
Will DG ISPR decide on conspiracy against PTI?
-
PM Shehbaz directs to start work on Sukkur-Hyderabad Motorway
-
Court grants interim bail to co-accused in money-laundering case
-
Inter physics question paper leaked in Larkana
-
Petition seeking post-mortem of Aamir Liaquat’s body filed