لاهور ۔19مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په کرغزستان كښې د پاکستان سفیر حسن علی ضیغم سره ټېلېفوني تماس نيولو سره كرغزستان څخه د پاكستاني زده كوؤنكو بېرته رارسولو له د خصوصي الوتكې په اړه د ضروري انتظاماتو كولو هدايت وكړو۔ د وزیراعظم په هدایت د خصوصی الوتكې ټول مصاريف به حكومت ادا كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت به دا خصوصي الوتكه نن د اتوار په ورځ ماښام بشكيك كرغزستان لپاره روانېږي او 130 پاكستاني زده كوؤنكي راوړلو سره به د شپې پاكستان ته رارسي۔ وزیراعظم پاكستاني سفير ته هدايت وكړو چې په كرغزستان كښې مېشته زده كوؤنكو او د دوئي كورنيو سره رابطه كښې پاتې شي ، ژوبل شوي پاكستاني زده كوؤنكي دې په ترجيحي بنيادونو پاكستان ته راورسولې شي ، داسې زده كوؤنكي كومو سره چې د هغوي د كورنۍ كسان په كرغستان كښې مېشته دي د هغوي هېواد ته د رارسولو انتظام دې هم په ترجيحي بنيادونو وكړے شي۔ پاکستانی سفیر وزیراعظم كرغز نائب خارجه وزير امنګازیف الماز سره د خپل ملاقات په اړه خبرولو سره ووئيل چې كرغز حكومت وئيلي دي چې په حالاتو په بشپړه توګه قابو موندلے شوے دے٬ تېره شپه او نن د كوم تشدد پېښه نه ده رامخې ته شوې٬ امنيت ټينګ كړے شوے ٬ پاكستاني او نور بهرني زده كوؤنكي محفوظ دي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د حالاتو د معمول له مخې كېدو باوجود كه كوم طالب علم هېواد ته راتلل غواړي نو هغه ته دې هر ډول سهولت وركړے شي۔ دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې ځينې پاكستاني زده كوؤنكي نن د دوه كمرشل پروازونو د لارې هم كرغزستان څخه پاكستان ته رارسېدلې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Can air pollution particles reach and damage the brain?
-
THF, HarKaam sign MoU to support economy
-
Number of COVID-19 cases show upward trend in Karachi, it can aggravate after Eid: CM
-
PM commends FBR for collecting taxes of Rs 6.1 billion
-
Apolitical role of police must be ensured in all cases: IGP
-
Uninterrupted power supply to industrial sector to protect employment: Dastgir
-
SC verdict a confirmation of PTI’s stance
-
Controlling power cuts ‘a very difficult challenge’: Shehbaz
-
Awareness walk for dengue prevention, eradication held
-
PHC-AJK writes to G20 countries about India’s nefarious designs
-
Moot organized in memory of Masood Khawaja
-
News COAS to be appointed ‘as per set procedure’: govt