اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د سعودي باچا سلمان د تحریك انصاف مشر او نومولي وزیراعظم عمران خان سره ټېلي فوني تماس نيولې او په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ ئې عمران خان له مباركي وركړې ده ۔ د ګل په ورځ د پي ټي آئي ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخئ شاه سلمان نوي حكومت لپاره د نېكو هېلو او خواهشاتو څرګندونه كولو سره وئيلي دي د سعودی په نظر پاکستان دېر اهميت لري٬ د سعودی باچا څوك چې خادم الحرمین الشریفین هم دے ووئيل د پاكستان اولس په تاسو د باور څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل سعودي نوې حكومت سره نزدې او فعاله اړيكې غواړي۔ د سعودي باچا لخوا د نېكو هيلو په څرګندونه نومولي وزیراعظم عمران خان د سعودي د باچا مننه وكړه۔ ده ووئيل سعودي عرب د پاکستان يو داسې ملګرې دے چا چې تل په سخت وخت كښې ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل د سعودي امنيت ډېر د اهميت وړ ګڼو۔ عمران خان ووئيل د حرمېن شریفېن تحفظ زمونږ د عقيدې برخه ده ۔ په دې موقع د سعودي باچا عمران خان ته د سعودی دورې بلنه وركړه كومه چې ھغه قبوله كړه۔ نومولي شوي وزیراعظم عمران خان هم د سعودي باچا ته د پاكستان دورې بلنه وركړه د كومې تفصيلات به چې وروستو ترسره كولې شي
متعلقہ مضامین
-
UN Group certification of Pak Rescue Team great achievement: Sh Rashid
-
SHC prolongs protective bail of Nisar Khuhro in Wheat procurement for 10 days
-
JKNF terms Jammu massacre Muslim holocaust
-
Sugar sale at high rates not to go unpunished: Buzdar
-
President urges ulema to play role in character building of nation
-
3rd PGA Junior Girls Golf Match held
-
Punjab registers 244 new dengue cases, 1 death
-
Retail price of sugar decreases in Karachi
-
Pakistan’s top ranking in The Economist’s index due to PM Imran, NCOC: Farrukh
-
Need to understand Iqbal greater than ever
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today
-
Opp fears fair polls thru EVMs: Shibli