اسلام آباد ۔18 اګست(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونیو ګوئتریش د پاكستان د وزيراعظم په حېث د منصب په سنبالولو عمران خان ته مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه كړې چې د ده په مشرۍ كښې به د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځھ په ټوله نړۍ كښې د پيس كيپنګ آپرېشنز په شمول بېلو څانګو كښې مرسته لا زياته شي۔ د وزيراعظم په نوم خپل پېغام كښی ده ووئيل مونږ ستمبر كښې د عمومي اسمبلۍ په 73 مه غونډه كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره ملاقات ته سترګې په لار يوو۔ د عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه به د ستمبر 18 مې نېټې او د اعلی كچې ډيبېټ به 25 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ په خپل خط كښې ده دا هم ووئيل چې د ملګرو ملتونو اداره پاكستان سره د ګډې منصوبو ٬ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي ٬ د پائيدار پرمختګ هدفونو او د بشري حقونو ساتنې په شمول ټولو څانګو كښې شريكې مرستې زياتولو ته سترګې په لار ده
متعلقہ مضامین
-
FFC holds extraordinary general meeting
-
UN Group certification of Pak Rescue Team great achievement: Sh Rashid
-
SHC prolongs protective bail of Nisar Khuhro in Wheat procurement for 10 days
-
JKNF terms Jammu massacre Muslim holocaust
-
Sugar sale at high rates not to go unpunished: Buzdar
-
President urges ulema to play role in character building of nation
-
3rd PGA Junior Girls Golf Match held
-
Punjab registers 244 new dengue cases, 1 death
-
Retail price of sugar decreases in Karachi
-
Pakistan’s top ranking in The Economist’s index due to PM Imran, NCOC: Farrukh
-
Need to understand Iqbal greater than ever
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today