اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئېلي دي نړيوال امن لپاره دې د مقبوضه كشمير او فلسطين شخړه هواره كړی شي۔د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې نه وړاندې په نړۍ كښې د خوشحالۍ او استحكام خطرو او چېلنجونو د صورتحال په موضوع پاكستانې استازې ووئيل بايد مونږ د اوږدې مودې نه حل غوښتنونكې او پیچلې شخړې يوازې په دې نظرانداز نه كړو چې د دې حل په ظاهره مشكل ښكاري٬پاكستانې استازې ووئيل د غېر ملكي قبضې او د بنيادي حقونو پشمول د خپلواكۍ د حق نه انكار د مقبوضه سيمو اوسېدونكو كسانو لپاره د ناانصافۍ احساس پېدا كوي٬د مقبوضه كشمير او فلسطين صورتحال د دې ځانګړی مثالونه دي٬دې ووئېل په فلسطين كښې د دوه رياستي حل امكانات د ټولو په وړاندې پھ منظم ډول ختمولې شي او د فلسطيني اولس په تشخص او بنيادونو د بريد هڅې كېږي۔پاكستانې استازې ووئيل د ملګرو ملتونو امن پوځ لپاره تر ټولو زيات افرادي قوت پاكستان وركړې او د امن په راوستلو كښې يې 150 اهلكارو ځانونه قربان كړي دي
متعلقہ مضامین
-
KP govt trains 1 lac youth in IT sector: Asad Umar
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
MWM denounces police torture on protesting families of missing persons
-
Use of EVMs to ensure transparency in elections: Sheikh Rashid
-
PML-N digging its own political grave
-
‘Mujh Ko Pata Hay’ by Yasir Akhtar premieres on PTV Network
-
UCP students visit Graana.com’s Lahore office
-
Islamabad records 40 dengue cases in a day
-
PM proposes religious festivals for youth’s character building
-
Opposition has required numbers: Shahbaz Sharif
-
Two killed in road accidents
-
Govt notifies transfer, posting of officers