سكهر 16 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان رېلوے په سندھ كښې دننه د دوه نوو مسافر رېل ګاډو روهي ايكسپرېس او د موهنجوداړو ايكسپرېس پرانسته كړی ده ۔د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د سكهر په سټېشن د پاكستان رېلوے لخوا د دې رېل ګاډو پرانسته وكړه۔د پرانستې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په 100 ورځو كښې به په سندھ كښې درې نور رېل ګاډي چلولې شي٬ د دسمبر تر 30مه نېټې به په ټول هېواد كښې د رېل ګاډو جال خپور كړی شي او فريټ رېل ګاډي به هم پېل كړې شي۔ده ووئيل روانه مياشت به د رېلوے په اړه د وزيراعظم په مشرۍ كښې مهمه غونډه كېږي۔ده ووئيل د رېلوے كومه پالېسي نه ده بدله كړې شوې۔٬پوره هڅه كوم چې په رېلوے كښې لس زره نوې بهرتۍ وكړې شي۔ ده ووئېل د 2031 بهرتۍ اجازه ترلاسه شوې۔رېلوے سره 1 لك 96 زره ايكړه زمكه ده خو كومه كچه آبادي به نه ختموو خو د كراچۍ د آئي آئي چندريګر روډ پشمول په ټول هېواد كښې د رېلوے د مهمو قيمتي پلاټونو څخه د قبضې ختمولو هدايات جاري كړی شوي۔وفاقي وزير شېخ رشيد ووئيل د وزيراعظم لخوا د چين دوره مهمه ده٬كه زه په دې دوره لاړم نو چين سره به رېلوے لپاره په اېل اېم ون او اېل اېم ټو خبره كوم۔وفاقې وزير ووئيل د پاكستان او چين دوستي د هماليه نه قوي ده او دا د رېلوے د لارې لا قوي كېدې شي۔ده ووئيل چې كوم 51 لوكو موټو اخستلې شوي وو هغه په دوه چنده بيعه اخستې شوي٬هند په دې ورځ يو لوكو موټو په 20 كروړه اخستې او مونږ هم هغه لوكو موټو په 41 كروړه اخستې۔ده په دې موقع د سكهر څخه د يو نوي تندرفتاره رېل ګاډي
متعلقہ مضامین
-
PML-N hypocrisy visible over south Punjab province: Khawar
-
Smart lockdown in parts of Karachi as Omicron surges
-
PESCO notifies power suspension
-
Shehbaz’s case must be broadcast live: Fawad
-
Indian so-called democracy biggest fraud: AJK PM
-
More than 30 Panamanians to be tried over Panama Papers scandal
-
CM extends good wishes on start of PSL 7th edition
-
12 more educational institutions sealed
-
CM condemns attack on oil well in Karak
-
Shujaat advises govt to focus on inflation, not Nawaz’s return
-
Sindh CM forms panel to probe police violence
-
KP not to impose complete lockdown: Barrister Saif