اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ دلاسه د 10 بې ګناه كشميريان د وژنې پېښه په سختو ټكو غندلو سره نړيوالو ورورولۍ ته خواست كړې چې هغوي په كشمير كښې د قابضو هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو سخت نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشميركښې د هندي ځواكونو لخوا رياستي ترهګري روانه ده۔ د مقبوضه كشمير اولس په نښه كولې شي څوك چې د خپلواكۍ خپل منلې شوي حق لپاره غږ پورته كولو څخه منع كولې شي۔ ده ووئېل پاكستان د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او د مقبوضه كشمير اولس حوصلې او عزم ته سلام كوي۔ ده ووئيل د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو بايد فوري ګام پورته كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې هغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن په راپور فعاله ګامونه پورته كړي او په هند زور راوړلې چې هغه مقبوضه كشمير كښې وژنې او زور ظلم او زياتې بند كړي او د ملګرو ملتنو د بشري حقونو كمېشن ته پلټنيو له مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي
متعلقہ مضامین
-
Fencing of remaining 21km along Pak-Afghan border to be completed soon
-
210,000 children to be administered anti-polio drops in Khyber district
-
892 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
PTI govt’s solid steps given boost to construction sector: Noor ul Haq Qadri
-
PML-N hypocrisy visible over south Punjab province: Khawar
-
Smart lockdown in parts of Karachi as Omicron surges
-
PESCO notifies power suspension
-
Shehbaz’s case must be broadcast live: Fawad
-
Indian so-called democracy biggest fraud: AJK PM
-
More than 30 Panamanians to be tried over Panama Papers scandal
-
CM extends good wishes on start of PSL 7th edition
-
12 more educational institutions sealed