اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي سعودی كښې وزیراعظم عمران خان له وركړې احترام مسلمانانو كښې د پاكستان مقام څرګندوي ، آصف زرداری دې د سیاستمدارو سره د ملاقاتونو په ځائې وكيلانو سره ملاقاتونو ته پام لرنه وكړي، قراردادونو سره حكومتونه نه ختميېږي، دې لپاره ووټ ته اړټيا وي ، هغوي د نوټ په مينه كښې ووټ بيللے دے۔ د ګل په ورځ خپل ټویټس كښې د وزیراعظم عمران خان د سعودی عرب دورې پھ اړه د اطلاعات وفاقی وزیر ووئيل سعودی كښې چې كوم احترام وزیراعظم عمران خان له وركرې شوې هغې څخه څرګڼده شوې چې د لوے څښتن په فضل نن مسلمانانو كښې د پاكستان څه مقام دے او عمران خان مسلمانانو له څه اهمیت وركوي۔ ه ووئيل وزیراعظم عمران خان د سعودی دورې پھ مهال يو څو ساعت آرام كړې، هغه ټوله ورځ مصروف ؤ۔ ده ووئېل د وزیراعظم عمران خان په مصروفیاتو كښې سرمایه كارۍ كنفرنس كښې ګډون ، خادم الحرمېن شاه سلمان او ولی عهد او سرمایه كارو سره ملاقاتونه شامل دي۔ آصف علی زرداری او مولانا فضل الرحمان ملاقات په اړه خپل يو جلا ټویټ كښې وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي آصف زرداری دې د سیاستمدارو سره د ملاقاتونو په ځائې وكيلانو سره ملاقاتونو ته پام لرنه وكړي، په قراردادونو حكومتونه نه ختميېږي، دې لپاره ووټ ته اړټيا ده، هغوي د نوټ په مينه كښې ووټ بيللے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Political parties must join hands to revive economy
-
Pakistani student volunteers to fight COVID-19 in Tianjin China
-
6,500 more test positive for Covid-19; 12 lose lives
-
Camps to create awareness about health card: Bashrat
-
Snowfall continues in Galiyat, says GDA spokesman
-
PML-N hypocrisy visible over south Punjab province: Khawar
-
History made: Justice Ayesha Malik takes oath as first female judge of SC
-
Wafaqi Mohtasib to support poor segments of society
-
Road construction underway under PM’s Karachi package
-
Chief Secretary visits hospitals to review healthcare facilities
-
Low ranking on index due to ‘absence’ of rule of law
-
President phones family of martyred police official