اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پارليماني پلاوي سره په يمن كښې د قانوني حكومت بحالۍ لپاره د سعودي په مشرۍ كښې جوړ شوي د پوځي اتحاد د هېډكوارټرز دوره وكړه۔د پوځي اتحاد مشر لېفټيننټ جنرال شهزاده فهد بن تركئي بن عبدالعزيز السعود د متحده ځواكونو په اړه د سېنېټ پلاوي ته بريفنګ وركړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د پوځي اتحاد د مشر لخوا د پلاوي په هركلي او مېملستيا كولو مننه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې اسلامي امت په دې وخت كښې د ترهه ګرۍ پشمول يو شمېر ستونزو سره مخ دې٬سعودي څو ځله د ترهه ګرۍ كورنيو او بهرنيو كاروائيو سره مخ شوې۔ده ووئيل چې پاكستان تل د ترهه ګرۍ غندنه كړې٬پاكستان به د دې مسئلې حل لپاره د سعودي ملاتړ روان ساتي۔د سېنېټ چيئرمېن د دې نه پس خپل پلاوي سره د رياض نه مدينې منورې ته لاړو٬په مدينه منوره كښې د شورا كونسل او د مدينې د والي د دفتر اعلٰی چارواكو د دوي هركلے وكړو۔د سېنېټ چيئرمېن او د پلاوي غړو د سهر لمونځ په مسجد نبوي كښې ادا كړو۔دوي د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړه
متعلقہ مضامین
-
From soldier to COAS, all support PM Imran: Fawad
-
Merani grieved over demise of religious leader
-
Pakistan’s Covid death toll exceeds 30,000 mark
-
Annual Sports Week 2022 kicks off at University of Turbat
-
Taking law into own hands against Shariah, Constitution, humanity: CII
-
Security Forces recover huge cache of arms, ammunition in N Waziristan IBO
-
Pakistan records 18 more COVID deaths, 1455 fresh cases
-
Police assures foolproof security arrangements for cricket matches between Pak/Aus
-
Zahir Jaffer gets death in Noor murder case
-
Tanveer moves in Para Archery World C’ships quarterfinals
-
Two killed in clashes on Pakistan-Afghanistan border
-
Pak Embassy in Ukraine overseeing safe evacuation of students, families