اسلام آباد ۔ 15 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د بهاولپور ٬ ګوجرانواله ٬ لاهور او ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې په قانون سازۍ ٬ د اولسي مسئلو په حل او د هېواد په موجوده سياسي او معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ٬ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ٬ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان او چيف وهپ ملك محمد عامر ډوګر هم موجود وو۔ سپیکر په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پارلمان د اولس حقيقي نمائنده اداره ده او د دې د مضبوطيا او استحكام د لارې د اولس مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل اولس مونږ د خپلو مسئلو حل له ايوان ته رالېږلې يؤ او د دوئې د مسئلو حل بايد زمونږ تر ټولو وؤومبۍ ترجيح وي۔ ده ووئيل د قانون سازۍ د لارې د اولس مسئلې هم حل كېدې شي۔ اسد قېصر د غړو د قانون سازۍ عمل او د پوښتنو په دمه كښې د برخې اخستلو په سمدستي توګه د پام ګرځونې نوټس او التواﺀ تحريكونو د لارې د اولسي مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل ډېر زر به مونږ د اولسي نوعيت 10 نه تر 12 بلونه ايوان كښې معارفي كړو۔ ده ووئيل دا مهال چې هېواد كومو چېلنجونو سره مخ دې د دې ختمولو له به مونږ ټولو له يو موټي كېدل وي۔ ده د اولس مسئلو حل له د غړو خپلو سيمو كښې اولس سره د رابطې زياتولو په په حاجت زور راوړو۔ غړو د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه او د سپيكر په توګه ئې دده د بې پرې رويې ستائنه كولو سره ده ته د قانون سازۍ په عمل كښې د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ دوئي ووئيل ايوان ته حاضرېدل او د ايوان په كارروائۍ كښې بشپړه برخه اخستل د ټولو غرو قامي او اخلاقي فرض دے او مونږ به د دې فرض په ترسره كولو كښې هېڅ بې غوري نه كوو۔ غرو سپيكر د خپلو خپلو حلقو د مسئلو نه هم خبر كړو۔ سپيكر غړو ته د پېښو مسئلو حل له د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ملاقات كوؤنكو كښې سیّد فیض الحسن، چوهدری شوکت علی بھټی، برېګېډیئر (ر) راحت امان اللہ بھټی، محمد فاروق اعظم ملک، محمد عبد الغفار وټو، رائے محمد مرتضیٰ اقبال او سردار طالب حسېن نکئی شامل وو۔
متعلقہ مضامین
-
Fatima Group inks $1 billion deals with agrigiants
-
Court defers indictment of Sindh CM
-
IRSA releases 78881 cusecs water
-
Crackdown against quacks in Gujranwala on the cards
-
CMC Larkana to open application for house job from March 11
-
Govt to complete its constitutional term: Khawar
-
Carnage in Peshawar
-
President lauds Pak Navy for continuously foiling enemies’ designs
-
PSF Junior Squash Circuit-1 semis on Sunday
-
Shehbaz hopes Parliament will vote against PECA
-
CM visits uplift works in city
-
ICT admin seals 10 illegal tubewell in Tarnol