اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي سږ كال به د 20 مال وړونكو ګاډو او د 20 مسافر ټرينونو اجرا كولې شي٬چېك اېنډ بيلنس او لائيو ټريكننګ سسټم سره به د تېلو د غلا مخ نيوي اوشي او د ګاډو د تګ راتګ ټرېكننګ به كولې شي٬د رېلوے په آمدن كښې د كال د 20 اربه روپو اضافې هدف ټاكلې شوې٬ 365 ايكړه زمكه د ګوادر رېلوے سټېشن لپاره ترلاسه كړی شوې٬هره ورځ د 11 زره مسافرو اضافه كېږي٬ټول ټرينونه ډك دي٬ډېر زر به دوه وي وي آئي پي ټرينونه وچلولې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د دوو نوو رېل ګاډو د اجرا او د رېل ګاډو د ټرېكنګ سسټم پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د رېلوے د خواري كښو په محنت د پخوانو ګاډو رغونې سره د ټرينونو اجرا كولې شي۔ده ووئيل په شپږو مياشتو كښې د 24 نوو ګاډو اجرا سره هم د لس لكه ليټره تېلو بچت شوې۔د خزانې وزير اسد عمر مننه كوم د كوم په ذاتي هڅو چې پي اېس او مونږ ته پیټرول پمپ راكړل۔ده ووئيل د رېلوے ټرېكننګ سسټم سره به د تېلو غلا ختمه شي ځكه چې په ټرېكنګ كښې به د تېلو د استعمال معلومات كېږي۔ده ووئيل په تېرو وختونو كښې د كومې منصوبه بندۍ نه بغېر په اوكاړه٬نارووال او نورو سيمو كښې غلطې سټېشنې جوړې كړی شوې۔ده ووئيل د روغتونونو حالت هم ښه نه دے٬په مېډيكل هر كال 31 كروړه خرڅ كېږي٬د دې بهتر كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايات رېلوے كښې غېر ضروري ادارې ختمولې شي٬تراوسه په رېلوے كښې ويجلينس٬ريډنكو ختمې كړې شوي او څلور ادارې په دوو ادارو كښې ضم كولو لپاره د رېلوے چيئرمېن ته ټاسك وركړې شوې۔ده ووئيل د وزيراعظم په هدايات رېل ګاډي كښې د 75 كلونو عمر مشرانو لپاره سفر وړيا كړې شوې دغسې تر 65 كلونو مشرانو لپاره 50 فيصده رعايت وركولې شي٬په اول ځل رېلوے سټېشنو او ګاډو ته د معذورو كسانو رسنه وركړی شوې او مونږ كلين او ګرين رېلوے كمپائن چلوو
متعلقہ مضامین
-
Mirpur-AJK stands atop for successfully securing Covid-19 vaccination target
-
Girl students fall ill after consuming tablets provided by health team
-
Lawmakers from Sindh repose confidence in Imran Khan
-
Nation gears up to celebrate Pakistan Day
-
With huge public support, government to sail through current political situation: PM
-
Buzdar directs PITB to finalize program to impart free IT training to youth
-
Govt to involve youth in policy-making
-
Holi festival celebrates across northern Sindh
-
Saadi to join camp after return
-
Govt launches Green Youths Movement to ensure better environment
-
IGP takes notice of man’s death by kite string
-
SC gives landmark judgement on persons with disabilities: Justice Mansoor