اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خارجه وزري شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان پشمول منطقه كښې امن او استحكام لپاره به د خپلو شريكو ذمه واريو پالنه كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان او د ارواپائي ائتلاف پلاوي ترمېنځه ستراتېژكي خرو اترو پھ مهال كړې۔ د اروپائي ائتلاف پلاوي مشري فېډریکا موګیریني او د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي كوله۔ د مذاكراتو په مهال په ګڼ اړخيزه اړيكو ٬ منطقه كښې د امن صورتحال پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دواړو ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د موجوده دوه اړخيزه اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه كړې ۔ دواړه ډلې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ د اوږدې مودې پرمختګ ٬ د توان په څانګو كښې دوه اړخيزه شراكت دارۍ ته سلا شوي۔ په دې موقع د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر فېډریکا موګیریني ووئيل چې پاکستان كښې جمهوري استحكام او د حكومت اصلاحاتي اېجنډا د ستائنې وړ ده۔ د اروپائي ائتلاف لخوا د غريبۍ ختمولو ٬ صحت ٬ تعليم ٬ تجارت ٬ توان ٬ موحوليات او د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې د مرستې عنديه وركړې۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د پلوامه پېښې نه پس په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د روانو سنګين خلاف ورزيو څخه د اروپائي ائتلاف پلاوي خبرې كړو۔ فېډريكا موګېرېني ووئيل اروپائي ائتلاف په افغان امن عمل كښې د پاكستان موثره كردار ته په درنه سترګه ګوري۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان پشمول منطقه كښې امن او استحكام لپاره به د خپلې شريكې ذمه وارۍ پالنه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Footballs export witnesses 40.38pc increase during last 10 months
-
75pc work on 37 broadband service related projects completed
-
PTI to move LHC against Hamza’s election: Fawad
-
Police officer, gunman murdered near Peshawar Motorway
-
Another leakage of paper in Sindh on exam day
-
Timely completion of development schemes in Kurram district stressed
-
Definition of rape in Hudood Ordinance is a mockery of justice: Justice Isa
-
‘Pro-terrorist’ reporting by international media
-
PTI moves LHC to send Hamza Shehbaz home
-
NA passes FRDL (Amendment) Bill, 2022
-
527,355 kids to be vaccinated against polio in Sargodha
-
Anti-polio campaign to begin on May 23