اسلام آباد 10 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان اولس ته خواست كړے دے چې د اثاثو څرګندولو د سكيم څخه استفاده كولو سره هېواد په پښو ودرولو ٬ خلق د غربت نه په ويستلو او د خپلو بچو د سباؤن په محفوظ كولو كښې مرسته وكړئ٬ تر څو چې مونږ ټېكس ورنه كړو٬ زمونږ هېواد بره نه شي تللې٬ د بې نامې اثاثو٬ د بنك اكاؤنټونو او بهر پرته پېسه څرګندولو لپاره به د جون د 30مې نېټې نه پس موقع نه وي٬ د پاكستانيانو په بهرنيو هېوادونو كښې د جائيدادونو او د بنك اكاؤنټونو د معلوماتو لوظنامې شوې دي٬ عظيم قوم جوړېدو لپاره به مونږ ته خپل ځان بدلول وي۔ د ګل په ورځ په پاكستان ټيلي ويژن او رېډيو د قوم په نامه په خپل مهم پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال په پاكستان قرض د 6 زره اربه روپې نه 30 زره اربه روپو ته رسېدلې٬ د دې اولس ته دا زيان رسېدلې چې مونږ كومې هر كال 4 زره اربه روپې ټېكس جمع كوو٬ په دې كښې نيمې يعني دوه زره اربه روپې د دې قرض د قسطونو په ادا كولو خرڅ كېږي او په پاتې نور رقم د هېواد خرڅ نه شي پوره كېدے۔ ده ووئيل چې پاكستانې هغه قوم دے كوم چې له بده مرغه تر ټولو كم ټېكس وركوي خو خېرات تر ټولو زيات وركوي۔ ده ووئيل چې كه په مونږ كښې جذبه راغله نو مونږ هر كال تر لس زره اربه روپو پورې ټېكس جمع كولې شو۔ ده ووئيل چې تر څو چې مونږ ټېكس ورنه كړو٬ زمونږ هېواد بره نه شي تللې٬ د بې نامې اثاثو٬ د بنك اكاؤنټونو او بهر پرته پېسه څرګندولو لپاره د جون تر 30مه نېټه وخت دے۔ ټولو ته خواست دے چې د اثاثې څرګندولو په سكيم كښې ګډون وكړي۔ د بې نامې اكاؤنټونو٬ د بې نامې اثاثو او د بهر مېشته پاكستانيانو د جائيدادونو معلومات راځي او په دې لړ كښې لوظنامې هم شوې دي۔ زمونږ حكومت هغه معلومات لري كوم چې وړاندې كوم حكومت سره نه وو۔ وزيراعظم ووئيل چې تر څو كوم قوم په خپله هڅه ونه كړي الله تعالٰي ئې حالت نه بدلوي۔ د اثاثې څرګندولو د سكيم نه استفاده وكړئ او هېواد ته ګټه ورسوئ او د خپلو بچو سباؤن محفظ كړئ۔ موقع وركړئ چې مونږ هېواد په خپلو پښو ودروو او خلق د غربت نه وباسو۔
متعلقہ مضامین
-
No bar on Hajj subsidy in Shariah: CII
-
Inferno at superstore in Karachi leaves one dead
-
Aurat March demands proactive actions for women facilitation
-
‘Reducing maternal and neonatal mortality is the need of hour’
-
SC issues notices to Attorney General and respondents in plots allotment case
-
Carrying weapons banned in Islamabad
-
IHC stops police from arresting Sheikh Rasheed
-
Pakistan armed forces guarantors of peace, security: PM
-
Nine reports of various standing committees laid in Senate
-
CJP asks govt to appoint NAB chairman on merit
-
Two terror suspects in Anarkali bomb blast case killed by ‘accomplices’
-
Thar Coal Block-I power plant: Rs182b water infrastructure project launched