واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې په قامي عزت او غېرت دې سودا ونه كړئ شي٬ عزت نفس عظيم څيز دے٬ د مدينې رياست په ځالانده اصولو عمل كولو سره كاميابۍ ترلاسه كولې شو٬ اووسيز پاكستانيانو له په ژوند كښې ډېرې خوارۍ كول وي٬ اووسيز پاكستانيان د هېواد قېمتي اثاثه دي۔ د وزیراعظم عمران خان دا خبرې په واشنګټن كښې د تريك انصاف مشرانو او كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل كركټ كوٶنكو هېوادونو كښې اووسيز پاكستانيانو سره رابطه وي٬ زه د اوورسيز پاكستانيانو زيات عزت كوم٬ دوي له په ژوند كښې ډېرې خوارۍ كول وي٬ بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان محنت سره په نړۍ كښې د پاكستان نوم روښانه كوي۔ وزيراعظم عمران خان اوورسیز پاکستانیان مخاطب كولو سره ووئيل چې تاسو كښې عزت نفس او خود اعتمادي پكار ده ٬ خود اعتمادۍ سره انسان لوے كاميابۍ ترلاسه كولې شي۔ وزیراعظم د كركټ د مقابلو ذكر كولو سره ووئيل د مقابلے نه وړاندې بل كس په ځان طاقتور ګڼل د كاميابۍ په لاره كښې ځنډ جوړېږي٬ پاكستانيانو كښې د خود اعتمادۍ نشتوالې دې۔ وزیراعظم ووئيل ووئيل واكمنو له بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني ورورولۍ سره په اردو ژبه كښې خبرې پكار دي۔ ده ووئيل رښتيا عظيم طاقت دے٬ لوے څښتن رښتيا ويونكو له كاميابۍ وركوي٬ د ايماندارۍ او رښتياٶ تل په نړۍ كښې عزت وي۔ وزیراعظم ووئيل زه دا خواهش لرم چې رښتيا او مړانه نړۍ كښې د پاكستانيانو پېژندګلې جوړ شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستانيان يو مېړانې او صلاحيت لرونكې قام دے٬ اولس مشر ډونلډ ټرمپ هم د پاكستانيانو د ذهانت او صلاحيتونو اعتراف كړے دے
متعلقہ مضامین
-
DRAP role in improving quality of medicines hailed
-
22 killed as van plunges into ravine in Qilla Saifullah
-
Speakers advocate holistic approach, int’l laws for conservation of oceans
-
Senate passes Fiscal Responsibility and Debt Limitation (Amendment) Bill 2022
-
Inzamam lauds Khushdil Shah for match winning batting
-
PPP demands impartial investigation into forests fire
-
Ex MNA terms federal budget as balanced, people friendly
-
Govt allocates over Rs184 million for MoHR’s one new PSDP project
-
Ex-Punjab minister Abdur Rehman Khar passes away
-
Religious Affairs and Interfaith Harmony Div gets Rs600m
-
Govt allocates Rs1.48b for nine petroleum sector projects
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens: Sufi