اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په هېواد كښې امن راوستلو او د ترهګرې په ضد كمپائن كښې شهيد شويو د امنيتي ادارو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خوږ وطن دفاع لپاره د امنيتي ځواكونو ځوانان هره ورځ د خپل ژوند قرباني وركوي۔ ده ووئيل چې د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو د خپلو قربانيو د لارې په هېواد كښې د ترهګرې هغه ناسور ختم كړې چې چا ئې تصور هم نه شو كولې۔ ده ووئيل چې دا د امنيتي ځواكونو د قربانيو نتيجه ده چې نن د هېواد د امن په اړه د نړيوالې ټولنې او ادارو اعتماد بحال كېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان په سفارتي مېدان چې كله هم كاميابي ترلاسه كړي نو دښمن په پاكستان كښې د ترهګرې نه كار اخلي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې اوسنې پېښې هم د دښمن لخوا د وزيراعظم عمران خان د امريكې د كاميابې دورې غبرګون دے۔
متعلقہ مضامین
-
Ayesha Gulalai demands ‘treason case’ against Imran Khan
-
Monsoon rainfall starting from tomorrow may cause urban flooding, landslides
-
Pak-US trade witnesses over 51% growth in 11 months, SBP data shows
-
New discovered gene can increase risk of Alzheimer’s in women
-
Peace committee reviews arrangements for Eid-ul-Azha, Muharram
-
Karachi court orders police to bring Dua Zahra back
-
PM vow to overcome power crisis by restoring halted power generation projects
-
PM Shehbaz, COAS discuss country’s security situation
-
Acting governor SBP says surge in remittances unlikely to sustain
-
PM underscores need to boost ties with US
-
Three-day Shandor Polo Festival starts
-
Police detains 27 employees of phone company over ‘blasphemy’