اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د لنډمهاله حكومت د اطلاعاتو معاون وزير ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د نړيوالې ټولنه څخه افغانستان سره د ښو روابطو جوړولو غوښتنه د ستائنې وړ ده، مونږ په دې د ده مننه كوو، افغانستان ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړي، افغانستان د تجارت او اقتصادي چارو پشمول په ټولو څانګو كښې د ګاونډي هېوادونو مرستې ته اړتيا لري، د هېواد ادارې فعاله شوې دي، هڅه كوو چې په مالياتي نظام كښې سپېځلتيا راولو، نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند مظالم بند كړي، د كشمير، ميانمار او د فلسطيني وروڼو به سياسي او سفارتي ملاتړ كوو، د پاكستان امن او امان مونږ لپاره هم مهم دے، د پاكستاني او افغان اولس روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي، مونږ به د پاكستان پشمول د كوم هم هېواد په ضد د افغانستان د خاورې كارولو چا ته هم اجازه ورنه كړو. د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې يو شمېر هېوادونو د امريكې او نړيوالې ټولنې په وړاندې زمونږ په حق كښې غږ پورته كړے، شپږ ورځې وړاندې چين او روسيې هم زمونږ د حكومت په حق كښې خبره كړې ده. قطر، ازبكستان او ځينې نورو هېوادونو هم مثبت دريځ خپل كړے. پاكستان زمونږ ګاونډي هېواد دے، د ده دريځ هم د ستائنې وړ دے. پاكستان د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې افغانستان سره ښه روابط جوړ كړي. مونږ په دې دريځ د پاكستان مننه كوو، افغانستان سره د نړيوالې ټولنې روابط ضروري دي. ذبيح الله مجاهد ووئيل چې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو اړيكې هم ډېرې مهمې دي. افغانستان د تجارت او اقتصادي چارو پشمول په ټولو څانګو كښې ګاونډي هېوادونو ته اړتيا لري. مونږ هيله لرو چې ګاوندي هېوادونه به په نړيواله كچه د افغانستان په اړه خپل مثبت كردار روان وساتي. ده ووئيل چې په پنجشېر كښې نښته پاې ته رسېدلې، زياتره ځائي مشران، علماكرام او مجاهدين مونږ سره دي، مونږ چا سره جنګ نه غواړو، كه كومه ډله جګړه كول غواړي يا د بريد كولو هڅه وكړي نو سخت ځواب به وركولې شي. ده ووئيل چې په هېواد كښې امن وي نو افغانان يو بل سره مينه لرونكي خلق دي، اوس وخت راغلے چې افغان قوم د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره كار وكړي، مونږ غواړو چې اوسې د رغونې كارونه وشي، سړكونه او پلونه جوړ شي، خلقو لپاره چې كورونه جوړ كړو. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د امن نه پس زمونږ ترجيح ده چې تجارت وده وكړي، د ازبكستان څخه تر بلخ افغانستان د رېل پاټلې غزول شوې ده، افغانستان به پېښور او د پاكستان نورو سيمو سره تړلې شي. د سي پېك پروژه هم مهمه ده، په دې كښې د لږ تحقيق ضرورت دے، غواړو چې په دې پروژه كښې شامل شو، ټوله اسيا يو بل سره تړلو لپاره د يوې لوئې لارې جوړول خوشبينه دي. ده ووئيل چې مونږ ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړو، پاكستان زمونږ ګاونډي هېواد دے، د افغانانو دوهم كور دے، د لكونو په شمېر افغان مهاجرين اوس هم په پاكستان كښې مېشته دي، پاكستان سره يو شمېر څيزونه شريك دي، زمونږ ژبه، مذهب شريك دے، مونږ يو ډول رسم و رواج لرو، زمونږ پوله شريكه ده، مونږ پاكستان سره نزدې او ښې اړيكې غواړو. ده ووئيل چې كه د پاكستان د دورې بلنه راغله نو زمونږ مشران به په دې غور وكړي. ده ووئيل چې مونږ د ګاونډي هېوادونو د بېرغ او حريت احترام كوو، هيله ده چې دوي به هم زمونږ د بېرغ او خپلواكې احترام وكړي، په انفرادي توګه كوم تن غلطي كولې شي، بايد دې سره اړيكې خرابې نه شي. ده ووئيل چې كه كوم تن په انفرادي توګه غلطي وكړي يا د پروپېګنډې ښكار كېدو سره غلطي وكړي نو هغه د هېواد نمائندګي نه كوي، په طورخم كښې د پاكستاني بېرغ د بې حرمتې پېښه افسوس ناكه وه، مونږ په پېښه خفه شوي يو، د سپكاوي په اقدام كښې درې څلور كسان ككړ وو كوم چې ګرفتار كړے شوي دي، څوك چې هم د دواړو هېوادونو د اړيكو خرابولو هڅه وكړي، كارروائي به كولې شي. د پاكستان حكومت او اولس به په انفرادي توګه شوې د دې پېښې تور په افغان دولت نه لګوي. دبيح الله مجاهد ووئيل چې د پاكستان، روسيې، چين، ازبكستان، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو استازو هم د افغانستان دورې كړې دي، غواړو چې د افغان دولت استازي هم د بېلا بېلو هېوادونو دوره وكړي. ده ووئيل چې كشميريان زمونږ مسلمانان وروڼه دي، نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند مظالم بند كړي، د كشمير، ميانمار او فلسطيني وروڼو سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتو.
متعلقہ مضامین
-
COAS appreciates the role of women in bringing honor and glory to the nation
-
Foreign Minister’s Message on International Women’s Day 2021
-
Pakistan’s envoy at UN seeks effective action against fake Covid-19 jabs
-
SHC issues notices to prosecutor general on Haleem’s bail pleas
-
Int’l Women’s Day marked at NUML
-
Minority leaders ask India to arrest killers of 11 Pakistani Hindus
-
Chairman NAB orders scrutiny of Public sector departments
-
Weekly inflation drops by 0.57pc
-
Today’s warfare successful accomplishment depends on effective vision, fusion: Air Chief
-
New Zealand marks 2 years since Christchurch mosque killings
-
Japan courageously faced triple disasters in 2011: Ambassador Imtiaz
-
Rangers official martyred, five injured in Karachi attack