جنيوا 04 اکتوبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان موسمياتي بدلون د جديد دور يو لوي چېلنځ ګرځولو سره وئېلي دي په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون له امله د سيلاب څخه لويه تباهي شوې٬حكومت د ټولو وسائلو كارولو سره د ځپليو بحالۍ لپاره اقدامات كوي٬مونږ ته په بېړني بنيادونو د داروګانو او طبي آسانيو ضرورت دے٬ځپلي د يخنۍ څخه بچ كولو لپاره هم اقدامات كول دي٬د سيلاب ځپليو مرستې لپاره دې نړۍ راوړاندې شي۔د دې خيالاتو خرګدونه دې د نهې په ورځ په جنيوا كښې د سيلاب ځپلي لپاره د پاكستان او ملګرو ملتونو شريك نظرثانۍ شوي فليش 2022 اپيل كولو دستورې ته د وينا كولو په مهال كړې۔۔وفاقی وزیري ووئيل موسمیاتی بدلون كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم كمه ده ، د موسمیاتی بدلون اثرات كښې د پرمختيائي هېوادونو ذمه واري زياته ده،نړۍ د موسمي بدلون چيلنجونو سره مخ ده ، د جدید دور بيلو چيلنجونو كښې موسمیاتی بدلون يو لوي چیلنج دے۔دې ووئيل موسمي بدلون سره پاکستان زيات ځپلے شوے ،اوسنے سيلاب د موسمیاتی بدلون يو ښكاره مثال دے، پاکستان كښې د سيلاب له امله لويه تباهي شوي دغسې د دې تباهۍ شميره د پيړۍ تر ټولو لوي آفت كښې كيدې شي۔ دې ووئيل د سیلاب له امله 1700 څخه زيات كسان مړه شوي،د اوسني سیلاب له امله پاكستان كښې په لويه توګه د وګړو كورونو او املاك ته زيان رسيدلے ،مونږ اوس هم ریسکیو او د ریلیف په مرحله كښې يو ، د سیلاب ځپليو بحالي يو لوي چيلنج دے۔دې ووئېل حکومت د سیلاب ځپليو بحالۍ له ګامونه پورته كوي۔دې ووئيل د بارانونو او سيلاب له امله د هېواد زراعت او بنیادی ډھانچې ته هم لوي زيان رسيدلے ، سیلاب ځپليو سيمو كښې اوس هم وګړي مرستي ته سترګي په لار دي۔ وفاقي وزيرې ووئېل اوس هم په ځينو سيمو كښې اوبه ولاړي دي، مونږ له په هنګامي بنيادونو داروګانو او طبی آسانيو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د يخښنۍ موسم راروران دے ، سیلاب ځپلي د يخښڼۍ موسم څخه ساتلو لپاره به ګامونه پورته كول وي۔پاکستان كښې د سيلاب ځپليو مرستي لپاره به نړۍ له راوړاندې كيدل وي،حکومت د سیلاب ځپليو مرستي لپاره ټول ترلاسه وسائل كاروي ، دې ووئېل پاکستان په يواځي د سیلاب د تباهې مخنيوے نه شي كولے،د موسمیاتی بدلون مخنيوي لپاره به په نړيواله كچه اقدامات کول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab govt suspends health officers due to fake vaccination entry of Nawaz Sharif
-
K-Electric launches mobile health vaccination units
-
Glowing tribute paid to Shaikh Tajammul-ul-Islam
-
Blinken sees unity on Taliban after talks with Pakistan, China
-
Naqash lauds support of House of Commons, CAIR for Kashmiris
-
Pak-China cooperation to revive cotton fields in Pakistan
-
AIOU starts six-week training course in GB’ Skardu to boost tourism sector
-
AIOU starts six-week training course in Skardu to boost tourism
-
HEC, LUMS hold consultation workshop on twinning of varsities
-
PML-N’s Mohammad Zubair denounces ‘doctored’ video
-
Sahiwal police tortured a woman for failing to find the suspect in the house
-
NCOC reports 1,560 new COVID-19 cases, 52 deaths in 24 hours