اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويزاشرف وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) استعفاګانو تصديق په اړه به د آئين ، قانون او قامي اسمبلۍ قواعد او ضوابط له مخې پريكړه كولې شي، د استعفاګانو تصديق لپاره د پي ټي آئي ټول غړي به په انفرادي توګه رابللې شي۔د زيارت په ورځ د پي ټي آئي پلاوي د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف سره په پارليمنټ هائوس كښې د پخواني سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې ملاقات كړې دې۔ پلاوي كښې پخوانې ډپټي سپيكر قاسم خان سوري، ملك عامر ډوګر، امجد خان نيازي ، فهيم خان ، ډاكټر شبير حسن ، لعل ملهي ، عطا الله او طاهر اقبال شامل وو۔ ملاقات كښې د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ څخه د استعفاګانو په معامله د خيالاتو څرګندونه شوې ده۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويزاشرف ووئيل په سياست كښې تمبې چا لپاره هم نه شي بنديدلې بلكه سياستمدار بايد خپلو كښې رابطي ولري۔ ده ووئيل د استعفاګانو تصديق په اړه به د آئين ، قانون او قامي اسمبلۍ قواعد او ضوابط له مخې پريكړه كولې شي او د پي ټي آئي ټول غړي به په انفرادي توګه رابللې شي۔ده ووئيل وړاندې هم د پي ټي آئي غړي د استعفاګانو تصديق په اړه رابللې شوې وو۔ راجه پرويز اشرف ووئيل د پي ټي آئي د كراچۍ څخه يو غړي د استعفيٰ منظورۍ منع كولو لپاره هائيكورټ ته رجوع كړې وه۔
متعلقہ مضامین
-
NA speaker, deputy felicitate Hindu community on Diwali
-
Child Protection Bureau chief lays foundation stone for CPU in Kasur
-
Let’s fight breast cancer thru awareness: Samina Alvi
-
Alvi for paradigm shift in engineering disciplines
-
Country’s progress on rise: Tarin
-
Orphan Care Camp examines 300 children
-
Balochistan govt expands seed money to Rs2b for BAEF
-
PML-N ups the ante against PTI regime
-
PM Imran Khan chairs session to deliberate on 9-point agenda
-
Opposition mulls joint strategy against PTI govt
-
IHC grants Zardari protective bail in New York property case
-
PM guilty for heavy inflation in country, says Miftah Ismail