اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د ګرد هېواد په اتفاق د ګاز٬ برېښنا او د اوبو تحفظ لپاره د جامع او ګڼ اړخيزه لائحه عمل په خپلولو زور راوړولو سره وئيلي دي د قامي اهميت په اقدامات د عملدرامد رفتار ګړندي كولو سره پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كولې شي، د توان بچت لپاره ماښام بازارونه او د كاروبار بندولو وخت او د طريقه كار تعين لپاره د ټولو شراكتدارو پشمول سوداګرو او چېمبرز آف کامرس نمائندګانو ترمېنځه اتفاق پېدا كول پكار دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د توان بچت پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سينيټر محمد اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، سردار اياز صادق، سيد مرتضيٰ محمود، انجينئر خرم دستګير خان او د پټروليم وزير مملکت مصدق مسعود ملك ګډون كولٶ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ووئيل د ټولو شراكتدارو پشمول صوبو سره د مشاورت نه پس جامع پاليسي او د پروګرام جوړولو ته ضرورت دے۔ ده ووئيل د نړۍ په غوره مثالونو اډانه پاليسۍ او لائحه جوړول او په ټاكلې موده كښې د دغې نفاذ باوري كولو ته ضرورت دے٬ د قامي اهميت په اقدامات په تندۍ سره عملدرآمد سره پاکستان په بيړه ترقي كولې شي۔ صدر مملکت ووئيل اسلامي تعليمات د وسائلو د زياتي باوجود په تحفظ او بچت زور رواړي ٬ ده ووئېل قرآن او د احاديث تعليمات د اوبو په تحفظ زور رواړي٬ كه څوك د درياب په غاړه اودس ولې نه كوي٬ اسلام د وسائلو د ضياع حوصله ماتوي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د باران اوبه ذخيره كول او د هغې استعمال٬ بامونه سولرائز کول او په بامونو باغبانۍ ته وده وركولو لپاره كار كولو ته اړتيا ده٬ ده د اېندهن په ځاې د اي بائيك استعمال د ترغيب د خيال هم ستائنه وكړه۔ صدر ووئيل ايوان صدر كښې يو مېګاٶاټ سول پاور پلانټ د قامي خزانې په پېسو نه دے لګولے شوے او د پلانټ لګېدو نه پس د 15 كروړه روپو نه زيات بچت شوے ۔ ده ووئيل د ايوان صدر د بچت ماډل په پبلك سېكټر نورو ودانو كښې هم نقل پكار دے۔ ده ووئيل مونږ له د هالېنډ د توان تحفظ طريقو نه زده كړه پكار ده كوم چې د پاكستان نه 19 چنده وړوكے هېواد دے خو نړۍ ته د خوراك برآمد كولو دوېم لوي هېواد دے۔ ده ووئيل په فرانس كښې په بامونو شجركاري او شمسي توان لپاره بلډنګ کوډز جوړ شوي چې ورسره د توان بچت له مرسته ترلاسه كېږي٬ ده ووئيل دا طريقې استعمالول پكار دي
متعلقہ مضامین
-
Sugar price increases across Pakistan
-
Sindh, Hubei sign MoU for sister-province relationship
-
DG FIA Sanaullah Abbasi visits cybercrime headquarters Sindh
-
Top military officials to brief lawmakers on national security today
-
Islamabad records 20 new dengue fever cases
-
Pakistan’s position far better than rest of world due to effective strategy against coronavirus
-
Zardari seeks exemption from IHC in New York property case
-
World Science Day for Peace to focus on climate change issues
-
ADB to give $600m for Pakistan’s social protection programme
-
Somalian envoy commends PAF’s professionalism
-
Imran censures ECP for opposing EVMs, reforms
-
No role of opposition in putting off parliament’s joint session, says Khursheed