اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو٬ خپرونو او پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي د سندھ كلچرل ډے په موقعه د پاكستان او په خاص توګه د سندھ صوبې اولس ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې سندھ له څو پېړو راهېسې كثير اللساني ٬ كثير المذهبي او كثير النسلي اكائي پاتے شوے دے٬ د سندھ تنوع د دې كمزوري نه بلكې قوت دے٬ د شاه عبد اللطيف بھټائي اووه سرونه د مېرمنو په نامه جوړ كړې شوي دي٬ د سندھ شاعرانو د سندھي مېرمنو كردار په ډاګه كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس كښې د سندھي مېرمنو تنظيم ”سورمیو“ تر اهتمام لاندې د كلچرل ډے دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د زده كړو وفاقي وزير مدد علي سندهي هم موجود وو۔ مرتضی سولنګي ووئيل چې د سندھ په كلتور كښې عاجزي او لچك د فولاد په څير موجود دے۔ ده ووئيل د شاہ عبدالطیف بھټائی په كلام كښې 7 سُرونه د “ماروی، مومل، سوهنی، سسی، نوری، سورټھ رائے ډائچ، لیلا“ د مېرمنو په نوم تشكيل كړې شوي دي۔ ده ووئيل شاہ عبدالطیف بھټائی څخه تر شېخ ایاز د سندھ کلاسیکی او عصري شاعرانو د مېرمنو او په خاص توګه د سندھي مېرمنو كردار په ډاګه كړې دې۔ ده ووئيل وخت راغلې چې مونږ په دې خبره ځان پوهه كړو چې د ژوند په ټولو څانګو كښې د مېرمنو اهميت تسليمولو نه غېر مونږ پرمختګ كولې نه شؤ۔ نګران وفاقي وزير په دې موقعه د سندھي كلچرل ډے مناسبت سره د پاكستان سندھ اولس ته په سندھي ژبه كښې مباركي وركړه۔ ده د سندھي كلتور په زړه پورې دستوره كولو سورمیو تنظیم ته هم مباركي وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pervaiz Elahi condoles with Bashrat Raja
-
PM’s speech is an admission of ‘defeat’
-
Pakistan, UK finalise returns, readmission, extradition deals
-
FM, UN Secretary General discuss regional, global issues
-
Constitutional amendment must for effective LG system
-
Currency rates of NBP
-
Niazi hails UN decision to declare March 15 as Int’l day to combat Islamophobia
-
Paramilitary forces to be deployed in Islamabad till April 2, says minister
-
Sindh declares public holiday on Holi
-
Govt orders spy agencies to monitor of MNAs ahead of vote on no-trust
-
Farrukh appeals to ECP to take action against turn coats
-
Replay of 90s politics against Charter of Democracy: Qureshi