اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان د وسائلو او صلاحيتونو كوم كمې نه لري ٬ټولو له به د پاكستان سوكالۍ له خپل كردار ترسره كول وي٬ خواري كولو سره د پاكستان سباؤن روښانه كولې شوؤ٬ په موجوده وخت كښې اتحاد او يو والي ته اړتيا ده٬ د قائداعظم او علامه اقبال د اصولو له مخې به د پاكستان چلولو عزم كول وي۔ ده د زيارت په ورځ د وزيراعظم هاؤس او آفس عملې په درناوي كښې د وركړې شوې ماسپخښين مېلمستيا ته خطاب كولو۔ په دې موقع وزيراعظم د ګريډ 1 نه تر 16 ملازمينو ته د ډاډګيرنې سرټيفكېټ وركړې شول۔ د وزيراعظم هاؤس او آفس عملې لخوا وزيراعظم ته پور ټريټ وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل چې زه د 16 مياشتو په مهال په مرسته او لارښودنه كولو د وزيراعظم هاؤس او آفس ټولې عملې مننه كوم۔ دا ټول ملازمين د پاكستان په خذمت مامور دي۔ په هره څانګه او جهت كښې مونږ ټول په ګډه د پاكستان خذمت كوو۔ ده ووئيل پاكستان سختو حالاتو څخه ويستلو او سوكالۍ پلو تللو لپاره چې څومره قومي يو والې٬اتحاد او محنت نن ضروري دې شايد په 75 كلونو كښې دومره نه وو۔ ده ووئيل د بده مرغه د قائداعظم د وفات نه پس مونږ د هغه لاره پرېښودلې٬ وزيراعظم ووئيل نن وخت راغلې چې پرېكړه وكړو او د دې عزم پخلې وكړؤ چې د قرآن كريم او نبي(ص) تعليمات عملي كولو او د قائداعظم او علامه اقبال مشن بشپړولو له به يو موټې كېدو سره د پاكستان خذمت كوؤ٬ دغسې چې هېواد په خپلو پښو ودرېږي۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ له هغه صلاحيت او هدايت راكړي چې مونږ د پاكستان لپاره په زړه پورې كار وكړے شوو۔وزيراعظم ووئيل دا كار مشكل دې خو ناممكن نه دې۔دې لپاره ډېرو قربانو او هلو ځلو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل ما په وزيراعظم هاؤس كښې هڅه كړې چې وسائل تر ممكن حد بچ كړې شي زمونږ معاشي صورتحال د لويې چېلنجونو سره مخ دې۔نن څخه څو مياشتې وړاندې كابينې په رضا كارانه توګه پريكړه كړې وه چې مونږ به تنخاګانې او مراعات نه اخلو او نه به لويې ګاډي استعمالوو۔وزيراعظم ووئيل كه مونږ وسائل بچ كولو سره د غريبۍ٬بې روزګارۍ او ناخواندګۍ ختمولو له وكارول نو مونږ له به چرته څخه هم د قرض اخستلو حاجت نه وي٬لوے څښتن پاكستان له د معدنيات لويې دولت وركړې۔ده ووئيل اوس به نګران وزيراعظم راځي او هم دې محنت او هلو ځلو سره به خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬هم دغه اصل تقاضا ده هيله لرو چې راتلونكې كښې كوم هم حكومت جوړ شي هغه به د پاكستان بشپړه خذمت كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Conference speakers appreciative of CPEC impact on Pakistan’s economy
-
Over 25 MNAs and MPAs meet Punjab CM
-
Int’l Kashan Umar, Junior Davis Cupper Saqib, Asad Ullah, Shakir advance to next round
-
MWMC manages training session for officers to improve good governance
-
CM takes notice of murder of four family members in Gujrat
-
GDA to support government on no-trust motion: Dr Fehmida
-
Khuhro victory on Vawda’s Senate seat ‘temporary’: CJP
-
Sindh govt approves 365 appointments under deceased quota
-
Lawmakers from Sindh repose confidence in Imran Khan
-
Four FC men martyred, 10 injured in Sibi IED explosion
-
Zahir moves IHC against death sentence in Noor case
-
Opposition’s dream won’t come true, next 48 hours important: Usman Dar