اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي مسيحي ورورولۍ له د كرسمس مباركي وركولو سره وئيلي دي چې مسيحي ورورولۍ د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې ځانګرې كردار لوبولې٬ پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته سماجي٬ سياسي او معاشي حقونه ترلاسه دي ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ډاکټر عارف علوي د كرسمس په اړه خپل پېغام كښې ووئيل چې د كرسمس د خوشحالۍ په موقع مسيحي ورورولۍ له مباركي وركوم٬ د مسيحي وروڼو په زړوو كښې د خاص مقام وړ كرسمس د مسرت٬ غور و فكر او خوشحالۍ لمانځلو موقع ده٬ حضرت عيسيٰ (ع) د محبت، همدردي او د امن تعليمات زمونږ لپاره د لارې مشعال دي او زمونږ لارښودنه كوي٬ د مذهبونو او كلتورنو تنوع پاكستان لپاره د استحكام سبب دے٬ په هېواد كښې امن، رواداري او د همغږۍ ودې لپاره د مسيحي ورورولۍ لخوا د خدمات اعتراف كوٶ٬ د اختر په دې موقع راځۍ چې كرسمس د جذبې سره ولمانځو او د ټولو ورورولو ترمېنځه اتحاد، روغه جوړه او خېرسګالۍ ته وده وركوٶ۔ ده ووئيل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح په 11م اګست كال 1947 كښې خپلې تاريخي وېنا كښې وئيلي ٶ چې په نوي رياست كښې پاكستان كښې به بشپړه مذهبي آزادي٬ د رنګ او نسل او د مذهب نه پرته ټولو ته يو ډول حقونه٬ مراعات او ذمه وارۍ ترلاسه وي٬ كله چې مونږ خپلې كورنۍ او دوستانو سره دې اختر لپاره راټولېږو نو مونږ له دا اقدار ياد ساتلو ته اړتيا ده كوم چې مونږ د يو قام په توګه يو بل سره تړي٬ د تنوع احترام، د اقليتونو د حقونو تحفظ، او يوه روادار او جامع ټولنې د جوړول عزم۔ ده ووئيل زه تاسو له باور دركوم چې د پاكستان حكومت ټولو مذهبي اقليتونو ته د حقونو د تحفظ باوري كولو عزم كړے دے٬ زه په دې وېنا كولو فخر محسوسوم چې د رياست ټولې ادارې د اقليتونو د حقونو بشپړه تحفظ كوي٬مونږ ټولو له په ګډه د عظيم قام ځالانده او همكارا سباٶن لپاره كار كولې شو
متعلقہ مضامین
-
Imran Khan trying to make ECP controversial: Ahsan
-
Science Minister stresses for effective role of ministry in facilitating people
-
PM Shehbaz directs to curtail power outages by next month
-
Four injured as Bolan Mail collides with goods train
-
Hamza again moves LHC for oath-taking
-
Awareness session on animal rights held
-
Pakistan’s ties with UK, based on mutual respect, common views: Marriyum
-
CM Murad visits Chinese Consulate to express solidarity
-
Five-day ‘Eid Shopping Festival’ from April 28
-
3 LHC benches decline to hear Maryam’s plea
-
China to set up new LNG terminal in coastal area of Pakistan
-
PTI leader Hamza Khan condemns attack on Chinese nationals in Karachi